نړیوال خبرونه

طالبانو ته د ناټو د سر منشي پیغام

 طالبانو ته د ناټو د سر منشي ننی پیغام. ناټو سازمان سرمنشي‌ ینس ستولتنبرګ په ډاګه کړه چې طالبان باید له القاعده او تروریستي‌ ډلو سره اړیکې ونه ساتي‌ او تجنګ کم کړي تر څو افغانستان کې د سولې خبرو ته لار هواره شي.اږ افغانان په ارامه فضاءکې ژوند پیل کړي

ښاغلی ستولتنبرګ په داسي‌ حال کې پر طالبانو غږ وکړ چې دوه هفتې وروسته د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران په یوه غونډه کې په افغانستان کې ددغه سازمان د ماموریت په تړاو تصمیم نیسي.هغه افغانستان کې د تاوتریخوالي‌ پیښو ته په ایشارې وویل چې: « موږ لا هم د تاوتریخوالي‌ شاهدان یو پر ولس؛ خبریالانو او د ټولنې پر نورو غړو بریدونه د اندېښنې وړ دي او باید کم کړی شي

ښاغلي ینس ستولتنبرګ ټینګار وکړ چې طالبان باید د تاوتریخوالي‌لاس په سر شي؛ نوموړي‌ چې نن یې خبریالانو ته خبرې کولې د اوربند خبره ونه کړه خو ایشاره یې ټوله د اوربند لورته وه.‌د ناټو تر مشري‌لاندي‌(۱۰۰۰۰) لس زره نړۍ وال سرتېري په افغانستان کې د تروریزم پر ضد په جګړه بوخت دي؛ چې ۲۵۰۰ دوه زره پنځه سوه یې امریکایان او نور د نوري‌نړۍ عسکر دي.‌

که څه هم د پروسه کال د فروري ‌میاشتې پر ۲۹ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې امریکا خپل ۲۵۰۰ عسکر تر مۍ میاشتې د ایستلو ژمنه کړې خو اوس د امریکايي ‌چارواکو د خبرو ښکاري چې دا سرتېري د مۍ میاشتې تر پایه له افغانستان نه نشي‌ تلی

img 20210205 121352

افغانستان کې په جګړه بوخت طالبان په دې تورن دي‌ چې له تروریستي ډلو او په ځانګړي‌ډول له القاعده سره اړیکي پالي؛ او په افغانستان کې تاوتریخوالي‌ته لاره هواروی .که څه هم طالبان وايي چې د امریکايي چارواکو سره شوي‌ تړون ت ژمن دي؛ خو ددغې ډلې له وارخطا کړنو داسي ‌ښکاري‌ چې ځیني‌ داسي ‌کارونه یې کړي‌ دي‌ چې د دوی او امریکا ترمنځ شوی تړون زیانمنولای شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button