نړیوال خبرونه

طالبانو د خوښی ډزې وکړې

د هېواد دارالحکومت یا پلازمېنې کابل کې تېره شپه تر هغه وروسته چې د امریکا ورستۍ پوځي الوتکې له هوايي‌ ډګره پورته شوې نو طالبانو د ښار بېلابېلو برخو کې د خوښۍ هوایي ډزې پیل کړې.

نن وختي د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر هغې برخې ته ورغی چیرې چې امریکایی ځواکونه د تېري شپې تر دولسو بجو پورې مېشت وو.کله چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له څو تنو نورو طالب مشرانو سره هوایي ډګر ته ورسېد نو د طالبانو د ځانګړي امنیتي “بدري” ډلې له خوا یې تود هرکلی وشو.

20210831 163016

د طالبانو ویاند خبریالانو ته وویل، په رسمي ډول له امریکایي او بهرنیو ځواکونو د خپلواکۍ اعلان کوي ښاغلي مجاهد وویل چې طالبان د متحده ایالاتو په ګډون له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

ځینې بهرني ژورنالستان هم په هوایی ډګر کې لیدل کېدل،‌ خو یواځې یوه ښځينه خبریاله هلته موجوده وه.ویل کیږي چې لا هم ځينې بهرنیان په کابل کې موجود دي.

د طالبانو د پلویانو لخوا په شریکو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د امریکا یوه نظامي الوتکه لا هم هلته ولاړه وه، چې د طالبانو په وینا امریکایانو پرې ایښې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button