کورني خبرونه

طالبانو نامطلوبو وګړو د ایستلو پرېکړه کړې

 افغانستان افغانستان

د طالبانو د وزيرانو شورا فیصله کړې چې له خپلو ليکو څخه نامطلوب وګړی وباسي او هغوی ته به د فعاليت اجازت نه ورکوي. دا فیصله په دوحه کې د لوړ پوړو طالب او امريکايي چارواکو تر منځ 

له ناستې یوه ورځ وروسته کېږي

د طالبانو د وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال ذبيح الله مجاهد له طرفه په نشر شوې اعلاميه کې ويل شوي د اسلامي امارت د وزيرانو شورا نن دوشنبه ارګ کې غونډه درلوده چې د هېواد په کچه بېلابېل موضوعات تر بحث او څېړنې لاندې ونيول شوی د طالبانو يوه وياند وويل نامطلوب هغه کسان دي چې نامعلومه مخينه لري يا کړنې يې مشکوکې دي د کار طريقه يې د طالبانو سره په ټکر کې ده او صادر شوي امرونه نه مني

article 13

ښاغلی زياته کړه هغه کسان چې د نورو له لارې زموږ ليکو ته داخل شوي دا وګړی به د اسلامي امارت څخه پاکېږي چې دا پروژه اوس پیل شوې خو د طالبانو د ډلو تر منځ د وېش او اختلاف په باره د پوښتنې په ځواب کې هغه ټينګار وکړ چې د طالبانو د غړو تر منځ هېڅ فرق نشته او دوی په دنیا  کې تر ټولو متحده ډله ده د خبرپاڼې له مخې د وزيرانو په غونډه کې د مشرتابه له طرفه په امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې وزیرانو ته لازم لارښوونې وشوې

ا هم ولولئ | افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو په اړه د ملګري ملتونه څیړنه

طالبان دا اعلان داسې مهال کوي چې د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یې د چاریسمبالې کابينې له اعلانېدو څه باندې يوه مياشت تېرېږي خو تر اوسه کوم هېواد د دې ډلې حکومت په رسميت نه دی پېژندلی د امریکا په مشرۍ ګڼو هېوادونو ویلي ددې ډلې کړنو ته به ګوري او بیا به پرېکړه کوي چې ایا د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او که نه.‌ خو له دې سره سره په تېره یوه اوونۍ کې د بریتانیا او امریکا جګ پوړو چارواکو کابل او دوحه کې له طالبانو سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو ورسره خبری کړی له هغه وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د دې ډلې یوه پلاوي دوحه کې له امریکایي دیپلوماتانو سره ناسته درلوده

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button