نړیوال خبرونه

طالبان:ډېرژر به اوربند د حکومت سره لاسلیک کړو

طالبان:ډېرژر به اوربند د حکومت سره لاسلیک کړو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وایي د اوربند په تړاو سلا شوي دي.او صرف لاسلیک ته خبره پاتې ده. هغه وايي ډېر ژر به هېوادوالو ته د خوشالی خبر ورکړو

د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ وایي، پر اوربند هوکړه شوې، خو یوازې یو څه چې پاتې هغه د دواړو لوریو لاسلیک دی چې له لاسلیک وروسته به رسماً خپل منځي ناستې پیل کړي.دا په داسې مهال ده چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د سپټمبر پر دولسمه نېټه د بین الافغاني مذاکراتو له پرانیست غونډې را دې خوا په افغانستان کې د طالبانو له لوري جګړه او تاوتریخوالی ډېر شوی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی خلیلزاد تاجکستان ته له سفر نه بعدبېرته د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم دوحې تللی دی.با خبره سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې ولسمشر اشرف غني به هم نن دد اکټوبر پر ۵ مه نېټه دوحې ته په سر لاړ.

چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا اوونۍ یو شمېر هېوادونو ته سفرونه ودرلودل اوپرون تاجکستان ته د افغان سولې پر سر د تاجکستان چارواکو سره د لیدنې او بحث لپاره ورغلی وو او له هماغه ځایه بېرته د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی.د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ لا هم طرزالعملونه نه دي فاینل شوي.

دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه د تېرې زېږدیزې میاشتې پر دولسمه نېټه د امریکا او یو شمېر بهرنیو استازو او چارواکو په حضور کې پیل شوه، خو تر اوسه دواړه خواوې لا په رسمي توګه ناستو لپاره سره نه دي ناست شوي، دواړه خواوې یو بل تورنوي چې پر اختلافي مسایلو نه رضا کیږي او په لوی لاس خپل منځي خبرې له ځنډ سره مخامخ کوي.

طالبان: ډېرژربه یوتوافق ته ورسېږو

د مرګ ژوبلې او جګړې د زیاتېدو په درشل کې طالبان اوس پر اوربند د هوکړې ته رسېدو زېری ورکوي او ممکن په نږدې راتلونکي کې د دواړو لوریو له خوا لاسلیک شي.اوس باید دواړه لورې دې تاریحخي فرست نه فایده واخلي او ژر تر ژره اوبند وکړي تر څو افغانان په ارامه فضا کې ژوند وکړي،او دې سره د نورو احتیاج نه خلاص شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button