نړیوال خبرونه

طالبان: افغانان په خپلو کې تفاهم ته رسېدای شي

طالبان: افغانان په خپلو کې تفاهم ته رسېدای شي داسې وخت چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی او تر څنګ یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر تر بل هر وخت راکم شوی؛ طالبانو د ولس په ادرس لیکل شوي پیغام کې پر بهرنیو مملکتونو غږ کړی، چې له افغانستانه خپل فوځ وباسي او د دوحې تړون باندې عمل وکړي.

د دغه ډلې سیاسي دفتر د مشر او سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند له لوري په خپاره شوي پیغام کې راغلي، چې خپلواکي او له وېرې او ډار پرته ژوند کول د هر ولس حق دی چې د طالبانو له قوله، دوی د همدې لپاره تېر نوولس کاله مبارزه کړې او په دوحه کې يې له امریکایي لوري سره د «ملګرو ملتونو او د نړۍ د ګڼو هیوادونو د استازو» په حضور کې تړون لاسلیک کړی چې په اساس يې باید ټول بهرني عسکر، د هغوی قراردادیان او اړوند پرسونل افغانستان پرېږدي.

دويي وړاندې لیکلي چې د افغانستان جګړه ډېره اوږده شوې چې د افغانانو تر څنګ یې  امریکا ته هم مالي او ځايي زیان اړولی او حیثیت یې ورسره زیانمن شوی، چې باید وړاندې د «جګړه ییزو ستراتيژيو» په کارولو باندې ونه غځول شي او ټول لوري يې د پای ته رسولو هڅې وکړي.په پیغام کې طالبانو ټینګار کړی، چې افغانان د اسلامي نظام د قیام او د سولې د تامین په تړاو په خپلو منځونو کې تفاهم ته رسېدای شي؛ نو ځکه د طالبانو له قوله بهرني ځواکونه باید له طالبانو سره شوي تړون ته ژمن پاتې شي .

او خپل فوځ له افغانستانه وباسي اوس چې د دوحې پر تړون یو کال تېرېږي، له امریکايي لوري څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له خپلې ژمنې سره سم د دې تړن پوره پلې کیدو ته ژمن پاتې شي. موږ اطمئنان لرو چې افغانان په خپل منځ کې د راتلونکي اسلامي نظام قیام او دایمي سولې او امنیت ته د بین الافغاني تفاهم له لارې رسېدلی شي.

20210217 105738

دغه ډلې پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس په دوحه کې د افغان سولې بهیر پیل شوی.ددې تر څنګ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر هم تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټ کړل شوی؛ خو  امریکا وایي، د ځواکونو د وتلو په ځای پر سیاسي لارو تمرکز کوي.

اوس وخت د دې رارسېدلی چې باید ټول افغان سیاسیون سره یو موټی شي او د افغان سولې لپاره کار وکړي ترڅو اینده کې افغانان د ښه ژوند خاوندان شي.او افغان وژنه بنده شي ځکه که موږ اوګورو افغانانو د ډېر وخت راهیسې په بد بختیو کې وخت تېر کړباید نور سیاسیون سره لاس یو کړي او اوربندی لپاره اقدامات وکړي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button