نړیوال خبرونه

طالبان: د افغانستان کنګل شوې پیسې دې خیریه موسسو ته نه ورکول کیږي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د کنګل شوو پیسو له جملې ۳/۵ میلیارده ډالر چې د امریکا محکمې یې په اړه پرېکړه کړې ده خیریه موسسو ته دې نه ورکول کیږي.د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په تیره فبرورۍ میاشت کې د یو فرمان په لاسلیک کولو سره ویلي‌ و چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ ملیارده ډالربه له افغانانو سره د بشري مرستو په هدف خیریه موسسوته ورکړل شي،او پاتې ۳.۵ میلیارده به یې په امریکا کې پاتې وي تر څو پورې چې د سپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو د دعوی پریکړه نه وې شوي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې دواړو لورو توافق کړی چې دغه پسې به په «هیڅ صورت» خیریه موسسو ته نه ورکول کیږي. طالبان وایي چې امیر خان متقي تیره ورځ په ترکیه کې د انتالیا فورم ناستې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي ټام وست سره کتلي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي: “افغانستان او امريکا دواړو لوريو توافق وکړ چي د افغانستان د مرکزي بانک ۳/۵ مليارده ډالر چي د امريکا د محکمي له دعوې څخه ازادي شوي دي، په هيڅ صورت به د مرستو په توګه خیریه موسسو ته نه ورکول کيږي.” د بیان له مخې طالب لوري ټینګار کړی چې د افغانستان ټولې کنګل شوې پیسې دې د افغانستان بانک په اختیار کې ورکړل شي. د افغانستان د کنګل شوو پیسو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د وروستي اجرائیوي فرمان په اړه چې ۳.۵ میلیارده یې د سپمټمبر ۱۱ پېښې د قربانیانو لپاره ځانګړي کوي په افغانستان او بهر کې غبرګونونه را وپارول.

نور یی ولوله | قطر: افغان حکومت دې ښځو سره تبعیضي چلند پای ته ورسوي

د طالبانو حکومت پر کابل تر حاکمیت وروسته څو ځله د امریکا له متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو غوښتنه کړې ده، خو د امریکا حکومت تر دې مهاله د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی. پر همدې مهال دافغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام وسټ هم ویلي چې د انتالیا فورم ناسته کې یې له طالب استازو سره د افغانستان د ثبات، د اقتصادي ودې،زده کړو او سوداګریزو هوايي پرووازونو په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په ټول افغانستان کې د پوهنتونونو د خلاصېدو هر کلی کوي.

هغه ویلي: “په ټول افغانستان کې د پوهنتونونو د خلاصېدو په ځانګړي ډول د نجونو پر مخ یې دخلاصېدو هر کلی کوم،دا یو مهم ګام دی.هیله مند یم چې د ګډون کوونکو شمېر زیات او چاپېریال د ټولو لپاره مثبت او خوندي وي.”

د روانې کب میاشتې پر اوومه نېټه په افغانستان کې د ښځینه او نارینه محصیلینو پر مخ پوهنتونونه پرانیستل شول، خو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي لا تر اوسه نه دي پرانیستل شوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button