نړیوال خبرونه

طالبان: د امریکا او طالبانو ترمنځ هېڅ ډول پټ اسناد نشته

طالبانو ویلي، له امریکا سره هېڅ ډول پټ تړون نه لري، بلکې څو ورځې وړاندې د شوې هوکړې جزییات په رسنیو کې خپاره شوي او هر بند یې تشریح شوی دی. دوی وايي، “ځینې جعلي پاڼې او پروپاګند چې مغرضې کړۍ یې خپرويو هېڅ حقیقت نه لري.”

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین دا هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې،‌دوی له امریکا سره د شوې هوکړې ټولې برخې له پلان سره سم یو په بل پسې عملي کوي چې د جګړې د شدت مخه ونیول شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهیل پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، مقابل لوری دې هم د هوکړې ټولو برخو عملي کولو کې خنډونه له منځه یوسي، تر څو سرتاسري سولې ته لاره هواره او افغان ولس له خپلو اساسي حقونو برخمن شي.

طالب ویاند په داسې حال کې دا څرګندونې کړې دي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه ویاند نن چارشنبه ومنله چې پر طالبانو یې هلمند کې هوایي برید کړی.

د سهیل شاهین ټویټ:

زمونږ او د امریکا ترمینځ هیڅ ډول پټ اسناد نشته. یوه توافقنامه ده چې په مطبوعاتو کې راغلې او بل د توافقنامې تشریح ده چې د توافقنامې هر بند تشریح کوي اود تطبیق میکانیزم یا ضمایم بلل کیږي. ددې علاوه بل هیڅ سند نشته، ځیني جعلي پاڼې او پروپاګند چې مغرضې کړۍ یې خپروي هیڅ حقیقت نه لري.

د امریکایې ځواکونو ویاند ساني لګیټ وایي، دغه هوایي بریدونه یې ځکه کړي چې وسله والو طالبانو په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ۴۳ بریدونه کړي.

ښاغلی لګیټ وايي، سولې ته ژمن دي، خو د افغان امنیتي ځواکونو دفاع د دوی مسوولیت دی.

نوموړی وايي، “طالب مشرتابه نړیوالې ټولنې ته د اورکم ژمنه کړې چې بریدونه به نه ډېروي. موږ پر طالبانو غږ کوو چې بې ګټې بریدونه ودروي او پر خپلو ژمنو ودرېږي.”

وسله والو طالبانو د دوشنبې پر ورځ بي بي سي ته وویل چې د اورکم لپاره ټاکل شوې موده پای ته رسېدلې ده او پوځي وضعیت به بېرته عادي حالت ته ستنېږي.

خو اروپایي ټولنې، ملګرو ملتونو او همدا راز امریکایي چارواکو ټینګار کړی دی چې د باور جوړولو او بین الافغاني خبرو ته د زمینې برابرولو لپاره باید اورکم دوام وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو طالبانو په ۱۵ ولایتونو کې ۳۰ بریدونه کړي دي.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې په دې بریدونو کې څلور ملکیان، ۱۱ امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي او د ملکیانو په ګډون ۱۸ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

رحیمي زیاته کړه چې په دې بریدونو کې د وسله والو طالبانو ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button