ځایی

طالبان: د بامیانو لس پخواني چارواکي دې ونیول شي

طالبانو د بامیانو ولایت اړوند د لسو پخوانیو چارواکو د نیولو امر ورکړی دی

دغه مکتوب داسې مهال لېږل کېږي چې د طالبانو امیر شیخ هیبت الله اخوندزاده پخوانیو چارواکو ته د عموې بښنې اعلان کړی و.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د پخوانیو حکومتي چارواکو د ژوند خوندیتوب په هکله د اندېښنو په دوام، د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت یو مکتوب ښيي چې په بامیان کې د پخواني حکومت ۱۰ امنیتي او سیمه‌ییز چارواکي له دوو کلونو راپدېخوا تر څار لاندې دي.

د دغه مکتوب یوه نسخه چې جمعه د غويي پر ۱۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې، ښيي چې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت بدري قطعه په باميان کې د دغې ډلې امنيه قوماندان ته د ۱۴۰۰ لمريز کال د لیندۍ پر ١٧مه، په باميان کې د پخوانيو حکومتي چارواکو د نيولو امر کړی دی.

د نیول کېدو احتمال

په مکتوب کې د اطلاعاتو او کلتور وزير او د باميان پخواني والي محمدطاهر زهیر، د ولسي جرګې د وکيلانو محمدرحيم علي‌یار او عبدالرحمن شهيداني، د ملي امنيت مرستيال محمد ويس صوفي‌زاده او د عامه نظم ځواکونو د پخواني قومندان محي‌الدين سيغاني په ګډون بامیان کې د پنځو نورو سیمه‌ییزو چارواکو د نیولو امر شوی دی.

afghan (13)
بامیانو ولایت کې طالبان

د سیغان او کهمرد ولسوال محمود سیغاني، د کهمرد ولسوالۍ د سیمه‌ییزې قطعې قوماندان احسان‌الله، د بامیان ملي امنیت مرستیال عبدالله علي‌زاده ، د بامیان مرستیال والي محمداصف مبلغ‌زاده او د کهمرد ولسوالۍ امنیه قوماندان محمدنعیم نوري هغه نور کسان دي چې په دې مکتوب کې یې نومونه یاد شوي.

نور ولولئ: د خبریالانو د نیولو دوام؛ طالبانو تازه د پژواک خبري اژانس خبریال نیولی

نور ولولئ:  د افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ: په ۲۰۰ کې ۴۵ سلنه خبریالانې وزګارې دي

که څه هم محمد طاهر زهیر چې د مولوي مهدي له نیول کېدو وروسته یې د طالبانو پر ضد د خپلو جنګیالیو مشري پر غاړه اخیستې وه، د ۱۴۰۲ کال د غويي پر ۲۰مه طالبانو ته تسلیم شو، خو ویل کېږي چې د نیول کېدو ګواښ یې و، هېواد یې پرېښود.

د بدري قطعې په مکتوب کې راغلي: «د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، يادو کسانو د خپلو دندو پرمهال د باميان په بېلابېلو سيمو کې لسګونه [جنګيالي او د ډلو مشران] نيولي، بنديان کړي او يا يې وژلي دي.»

له طالبانو سره د پاکستان همکاري

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې یاد کسان اوس هم د دغې ډلې پر ضد له پوځي خوځښتونو سره همکاري کوي او باید ژر تر ژره ونیول شي او محاکمه شي.

که څه هم دا مکتوب دوه کاله وړاندې صادر شوی؛ خو له هغه وروسته تر اوسه وضعیت چندان نه دی بدل شوی، ځکه طالبانو په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې د تېر حکومت لسګونه سرتېري او چارواکي نیولي، شکنجه او ان وژلي دي.

تېره اوونۍ په پروان او بلخ کې لږتر لږه درې پخواني سرتېري د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته وژل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button