نړیوال خبرونه

طالبان: د ترکیې غونډه کې مو د ګډون پرېکړهدلا نده کړې

طالبان: د ترکیې غونډه کې مو د ګډون پرېکړه لا نده کړې داسې وخت چې تمه ده روانه میلادي میاشت په ترکیه کې د افغان سولې لپاره غونډه جوړه شي.طالبان وایي، لا یې هم په دې ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.

د استانبول غونډه چې د افغان سولې په اړه د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې رابلل کېږي، چې د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ ښایي د سیمې یو شمېر مملکتونه هم پکې ونډه واخلي.د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» بېلابېل لوري په همدې ناسته کې ګډون ته هڅوي او په همدې لړ کې يې نن په کابل کې له عبدالله، سیاسي مشرانو او اشرف غني سره لیدلي او د ترکیې ناستې ته د چمتووالي په اړه ېې ورسره بحث کړی.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم طلوع نیوز ته ویلي، چې لا یې هم په دې کنفرانس کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې او د دوحې تړون عملي کېدو ته هیلمن دي.دده په وینا طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون د عملي کېدو غوښتنه لري او ټینګار یې دادی چې بهرني عسکر په ټاکلې نېټه له افغانستانه ووځي.

د ترکیې په غونډه کې د ګډون په اړه د طالبانو دوه زړیتوب داسې مهال دی، چې د دوحې تړون پر بنسټ د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو وخت را نږدې شوی، خو امریکا ټینګار لري، چې د لوژستیکي او تخنیکي ستونزو له امله د می میاشتې پر لومړۍ نېټه خپل عسکر نشي ایستلای.

img 20210411 084712

خو بلخوا طالبان بیا ګواښ کوي، که بهرني پوځیان په ټاکلې نېټه افغانستان پرېنږدي، نو په وړاندې به یې جګړه پيل شي چې د ناوړو پایلو مسئولیت به یې د امریکا په غاړه وي دوی وای امریکا باید د دوحې تړون تطبیق کړي تر څو دایمي سولې ته لاره هواره شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button