نړیوال خبرونه

طالبان: د سولې تامین لپاره باید د دوحې تړون عملي شي

داسې حال کې چې د متحده ایا لاتو نوی اداره وایي،د طالبانو او امریکا تر مابین په قطر کې امضاء شوی تړون بیا ځلې کتل کیږي او د خپلو عسکرو د ویستلو په پرېکړه غور هم بیا ځلې فکر کوي طالبانو په یوه تبصره کې ویلي، چې ولس نور د اشغال دوام په هیڅ صورت نه قبلوي

او سیمه او ګاونډ په دې برخه کې له افغانانو سره هم یو نظر لري د طالبانو د رسمي ادرس نه د ورځې خبره تر عنوان لاندې خپره شوې راپور کې امریکا تورنه شوې، چې په دې وروستیو کې د سولې د کوششونو له دوام سره جوخت یې دولتي عسکرو ته جنګي وسایل او وسایط رانیولي او په دې اقدام سره یې هغوی جګړې ته را پاروي.راپور کې د ناټو سازمان هغو خبرو ته چې طالبان یې په قطر کې کړیو ژمنو په نه پوره کېدو تورن کړي دي، اشاره شوې او ویل شوي، چې ناټو د حکومت د چارواکو په کوششونو او فرمایشونو پردوی تورونه لګوي

us taliban signs historic peace deal that calls for troop withdrawal

خو دولتي چارواکي بیا د مخورو، علماوو او نورو مطرح اشخاصو د وژلو او له بلې هرې ممکنې لارې غواړي د سولې بهیر وځنډوي او د دوحې تړون له منځه بوځي.طالبانو ډلې ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې اشغال د افغانستان د تباهۍ لامل دی او دا چې اوس یې د خاتمې وخت رارسېدلی ، په دې برخه کې سیمه او ګاونډ له افغانانو همفکره دی

د دغه راپور پر بنیاد ولس نور دې ته تیار نه دی، چې خارجیان دې په ناچله بهانو د «اشغال دوام توجیه کړي؛ نو ځکه ددوی له قوله، د دوحې تړون باید عملي او له همدې لارې اشغال ختم او سوله تامین شي «افغان ولس نور هیڅ دې ته تیار نه دی چې بهرنیان دې د ناچله بهانو په لټولو سره د خپل اشغال د دوام په لټه کې واوسي. د دوحې تړون له تعمیل پرته بل هیڅ مناسب بدیل نشته،

دا تاریخي توافق ترټولو ښه فرصت دی چې باید دواړه اړخونه ورته ژمن واوسي. او د افغانستان شل کلن بلکي څلویښت کلن، کړکیچ د اشغال په خاتمې سره پای ته ورسول شي او ځای یې تلپاتي سوله ونیسي.د طالبانو لخوا دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا نوی حکومت وایي په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ یو کال وړاندې لاسلیک شوی تړون بیا ګوري او د کتنې وروسته به یو پریکړه وکړي

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button