نړیوال خبرونه

طالبان: د ټولګډونه حکومت په نامه د پخوانیو واکمنو بیا صحنې ته راوستل امکان نه لري

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او ناروې په اوسلو کې د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ غونډو کې له طالبانو وغوښتل شول چې باید یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي، طالبان وايي، که د نړیوالو هدف دا وي چې پخواني چارواکي بیا صحنې ته راوستل شي دا امکان نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله یوې سرچینې په سره خبرو کې وویل، د ټولګډونه حکومت د تعریف لړ کې ‘ستونزه شته ‘ نوموړی وايي، نړیوالې ټولنې ته یې ویلي چې څه ډول ټولګدونه حکومت غواړي باید دوی ته یې تعریف کړي.ښاغلی مجاهد څرګنده کړه: ”ټولګډونه که په دې معانا وي چې هغه کسان چې دلته شل کاله حاکمان وو، بیا واکمنۍ ته راولو، دا خو د افغانستان خلک نه غواړي، دا خو داسې غوښتنه ده، چې د افغانستان د خلکو غوښتنې خلاف ده او موږ ته دا مهمه ده. ”

ښاغلی مجاهد زیاتوي، که له ټولګډونه حکومته تعریف دا وي چې په حکومت کې باید قومونه شامل شي، نو دا خبره ځکه ”سمه نه ده ” چې په وینا یې ”زموږ په کابینه کې ټول قومونه شته. ” د یادونې ده چې په ناورې کې د غونډو پرمهال او د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې هم له طالبانو وغوښتل شول چې داسې ټولګډونه حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان په کې ځان ویني.

د ناروې لومړي وزیر یونس سټور چارشنبه نیویارک کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا له غونډې وړاندې خبریالانو ته وویل، د افغان طالبانو او نړۍ ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو وړاندې اړینه ده چې دا ډله د خپل حکومت په اډانه کې پراخ سیاسي شمولیت ته لار هواره کړي. ښاغلي سټور ویلي، افغان طالبانو سره د اوسلو په ناسته کې د بشري حقونو، ټولشموله حکومت، بشري مرستو او د نجونو د زدکړو پر موضوعاتو جدي خبرې شوې دي.

نور یی ولوله | ګوتیریش وایې افغانان له جدي ناورین سره مخ دي؛ کنګل شوې شتمني یې باید خوشې شي

نوموړي وايي، طالبانو سره باید حساب وشي او وکتل شي چې دې برخو کې څه ګامونه پورته کوي. طالبانو بیا په ناورې کې له اروپايي او امریکايي استازو سره خپلې خبرې ګټورې بللې دي او وايي هیله من دي چې شوې ژمنې پوره شي. له امریکايي او اروپايي استازو سره د لومړنیو مخامخ خبرو په ترڅ کې د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر او د دغې ډلې د پلاوي مشر ملا امير اخان متقي دا خبرې ”رغنده ” وبللې خو ويې منله چې د ټولګډوني حکومت د معنی په اړه اختلافات لا هم نه دي حل شوي.

نوموړي یوې سرچينې ته ويلي و، “که د ټولګډوني حکومت معنی دا وي چې ټول قومونه په حکومت کې وي هغه شته او که دا معنی ولري چې ټولې برخې او ولايتونه په حکومت کې وي هغه هم موجود دي”.د طالبانو د بهرنيو چارو وزير وويل، “که د اشرف غني حکومت ټولګډونی و، موږ د هغه وخت څوک له حکومته نه دي ايستلي”. خو ښاغلي متقي زياته کړه چې “موږ په دې بسنه نه کوو او هڅه مو دا ده چې حکومت نور هم ټولشموله کړو”. خو ګوتنيونکي وايي چې د طالبانو د کابينې ټول غړي او چارواکي نارينه دي او نژدې ټول په دوی پورې تړاو لري او ديني عالمان دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button