نړیوال خبرونه

طالبان: مونږ غواړو چې طالبانو سره د اړیکو نوی باب پرانیزو

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهين ويلي د امریکا سره د نوي سره اړيکې پېلول غواړي او دا خبره په امریکا اډاڼه لري چې د طالبانو سره به کار وکړي که ونه کړي.

خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتهوني بلینکن په وروستيو کې ویلي چې امریکا د طالبانو د هغه حکومت سره کار کولی شي چې خپلې ژمنې او زمه وارۍ سر ته ورسوي.بلینکن ویلي “خو که چرې طالبان خپلې ژمنې سرته ونه رسوي نو بیا به ورسره امریکا همکاري ونه کړی شي.

20210917 100250

د وي او اې اردو د خبر ترمخه سهېل شاهين ویلي، امریکا چې په افغانستان کې وه دوی ورسره جنګېدل هغه وخت يې ورسره دښمني وه، خو دوی بيا په دوحه کې خبرې هم وکړې.هغه ويلي هغه باب اوس ختم شوی او نوی پېل شوی دی.

نوموړي ویلي دا په امريکا انحصار لري چې په افغانستان کې د غريبۍ د ختمولو، د تعليم په برخه، او د افغانستان په ودانۍ کې مرسته کوي که نه کوي.هغه دا هم ويلي که امریکا په افغانستان کې پانګونه هم کول غواړي نو دوی به يې هرکلی کوي او د يو دوست څخه دغه تمه کېدی شي.

طالبانو په 15 اګست کابل نيولی او په اووم ستمبر يې بيا خپله لنډ مهاله کابينه اعلان کړې ده.امریکې د طالبانو په اعلان شوې کابينه اندېښنه څرګنده کړې چې ښځې پکې نشته او ځينې داسې کسان پکې شامل دي چې په تيرو وختونو کې پرې بندېزونه لګيدلي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button