نړیوال خبرونه

طالبان هیله مند دي چې ولسمشر ټرمپ بیا ځلې ولسمشر شي

طالبان هیله مند دي چې ولسمشر ټرمپ بیا ځلې ولسمشر شي د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له سي بې ايس نيوز تلويزونې شبکې سره خبرې کې وويل له هغه وروسته چې ټرمپ په کویډ۱۹ ککړ شوی دوی ورته انديمښن دي او هيله لري چې ټرمپ ژر روغ او د امريکا رالوتلونکی ریس جمهور منتخب شي.

د یادونې وړده چې د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وويل طالبان هیله لري ټرمپ راتلونکې ولسمشرۍ انتخابات وګټي او په افغانستان کې نظامي حضور پای ته ورسويطالبانو هیله څرګنده کړې چې ډونلډ ټرمپ به د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات وګټي.تر څو د دويي سره شوې وعدې پوره شي.او د سولې خبرې پای تع ورسیږي څکه د ولسمشر ټرمپ په شتون کې دويي کولی شي چې د سولې خبرې یوې نتیجې ته ورسیږي.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د تلیفون له لارې سي بي ایس نیوز ته وویل چې طالبان هیله لري ټرمپ به د امریکا راتلونکي ولسمشرۍ انتخابات وګټي تر څو په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي.او ددوييٍ خبرې یوې تنیجې ته ورسیږي.او دويي ته پکې ګټه ورسیږي ځکه کوم بل مشر که راغی ښايي پالیسي ېې بدله وي.

که څه مجاهد وويل چې ټرمپ د ټولې نړۍ لپاره خندونکی او مسخره څيره ده خود طالبانولپاره هوښیار  سړی دی.
د طالبانو د مشرتابه شورا غړو هم ویلي چې د ټرمپ د روغتیا په اړه اندیښنې وروسته له هغه راپورته شوې چې هغه په ​​کرونا ویروس اخته شو.خو د بازې سرچینیو له مخې اوسمهال د ټرمپ صحي حالات ښا دي او ښايي ډېر ژر عادي حالت ته راستږن شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او میرمن یې ملانیا ټرمپ د کرونا ټیسټ مثبت دی

په ورته وخت کې ، بيا د ټرمپ د کمپاین ډلې په راتلونکو ټاکنو کې د طالبانو لپاره د ټرمپ ملاتړ رد کړی ، او ویلي یې دي چې ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو او د هغې د اتباعو ګټو ته ژمن دی نه د طالبانو اونورو ترهګرو ډلو ګټو ته.اوس باید طالبان د بل هر څه نه زیات په خپلمنځي خبرو کې کوشش وکړي ترڅو افغانستان کې ریشتیني سوله راشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button