Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

نړۍ
رجحان

طالبان وايي، افغانستان ته د ریچارډ بېنیټ په ورتګ بندیز لګول شوی

د طالبانو د پرېکړې له مخې ملګرو ملتونو ته د بشري حقونو په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی افغانستان ته سفر نه شي کولی

د طالبانو ویاند په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ په راپور نیوکه وکړه او ویې ویل چې بېنیټ افغانستان ته د ننوتلو حق نه لري.

ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو راپور ورکونکي د طالبانو پر ضد په ‘پروپاګند’ تورن کړ.

مجاهد ادعا کړې چې ریچارډ بېنیټ به کوچنۍ مسلې لویولې او نورو سازمانونو ته یې ناسم معلومات ورکول.

بېنیټ افغانستان ته نه شي ننوتلی

د طالبانو ویاند وویل «ښاغلی بېنیټ افغانستان ته له ننوتلو منع شوی دی. هغه ته د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده وسپارل شوې وه. هغه داسې څوک نه دی چې موږ پرې باور وکړو.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په څو راپورونو کې، ریچارډ بېنیټ طالبان په افغانستان کې د ښځو، مدني ټولنې غړو، رسنیو، پخوانیو پوځي کسانو او قومي او مذهبي لږکیو په وړاندې د تاوتریخوالي په ګډون په پراخه کچه د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي دي.

نور ولولئ: طالبان د ښځو د نیونو په تړاو د یوناما اندېښنې بې ځایه بولي

نور ولولئ:  یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

بېنیټ په خپل وروستي راپور کې د بشري حقونو فعالانو په حواله ویلي چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی.

نوموړي دغه راز د جرمونو په نړیواله محکمه هاګ کې د بشري حقونو په سرغړونو کې د ښکېلو طالب چارواکو د محاکمې غوښتنه وکړه.

ملګري ملتونو مثبت اړخونه نه ګوري
طالبان,افغانستان,ریچارډ بېنیټ,افغانستان ته د ریچارډ بېنیټ په ورتګ بندیز

د طالبانو ویاند دغه اوونۍ دویچه ویله ته وویل چې د یوناما په ګډون نړۍوالې ادارې د «افغانستان پرضد پروپاګند» کوي.

هغه وویل چې دغه بنسټونه د طالبانو د رژیم مثبت اړخونه له پامه غورځوي او یوازې کمزوري ټکي راپور کوي.

مجاهد ادعا وکړه چې دغه بنسټونه د «تبلیغاتو لپاره جوړ شوي دي.»

پخوانۍ څېرې د طالبانو په حکومت کې ځای نه لري

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې طالبانو د افغانستان په سیاسي نظام کې د ټولو ډلو د سیاسي ونډې په اړه خپلې لومړنۍ ژمنې نه دي عملي کړي، د طالبانو ویاند وویل: «هغه څېرې چې په تېرو وختونو کې له ازموینو تېر شوي او د خلکو له کرکې سره مخ شوي دي. هغوی به هیڅکله بیرته حکومت ته نه راوستل کیږي.»

هغه وویل چې طالبان په خپل حکومت کې د پخواني حکومت سیاستوال او هغه چارواکي چې خلک ترې کرکه لري نه شاملوي .

مجاهد زیاته کړه چې د هر حکومت کابینه سیاسي بڼه لري او ویې ویل چې په لویدیځ کې ګټونکي ګوند د حکومت ټول مشرتابه پر غاړه لري.

مجاهد د ټاکنو او د خلکو له خوا د هېواد د مشر د ټاکلو نظر رد کړ او ویې ویل، طالبان د افغانستان د رهبرۍ او د خلکو د استازیتوب مستحق دي. ځکه، «هغه کسان چې شل کاله یې مبارزه کړې او قرباني یې ورکړې، کولای شي د افغان ولس د جهاد او مبارزې ارمانونه په ښه توګه اداره کړي.»

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button