نړیوال خبرونه

طالبان وايې رسنۍ باید ‘د قانون په چوکاټ کې سالم فعالیت وکړي’

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ځینې افغان خبریالانو هغو تورونو ته چې وايي د زور له لارې د دوی یوه خبري غونډه لغوه شوې، ویلي، رسنۍ باید ‘د قانون په چوکاټ کې سالم فعالیت ‘ وکړي.د یادونې ده، چې د افغان خبریالانو فدراسیون له دې مخکې ادعا وکړه، چې د جنورۍ پر ۲۶ مه یې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وضعیت، معلوماتو ته د لاسرسي او له خبریالانو سره د زور زیاتي پر موضوع یوه خبري غونډه رابللې وه، چې طالبانو ‘ګډوډه کړه ‘ دوی یې ‘وګواښل ‘ او د فدراسیون پر مسوولینو یې فشار راوړ.

د یو خبري اژانس په رپوټ کې د افغانستان ژورناليستانو ملي اتحادیې رئیس میرعلي اصغر اکبرزاده له قوله ویل شوي، د دوی د خبرې غونډې د پوښښ لپاره کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ راغلې وې، خو دغه ناسته د شفاهي هدایت له مخې لغوه شوه. د ښاغلي مجاهد په ټویټر پیغامونو کې بیا په مستقیم ډول د دې تورونو یادونه نه ده شوې، خو په وینا یې هغه رسنۍ چې غواړي په ‘عادي ‘ ډول فعالیت وکړي، ”باید باید خپل پای ته رسېدلي جوازونه بېرته تمدید کړي، پاتې مالیې ورکړي او د رسنیو د قانون په چوکاټ کې په رښتوني او سالم ډول رسنیز فعالیت ولري. ”

نور یی ولوله | پیسته د موسمي ناروغیو ترڅنګ نورې ګټې هم لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په یوه ټویټر پیغام کې د خبریالانو غونډې لغوه کول د بیان پر ازادۍ د محدویت لګول بللي دي. د یوناما په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، له طالبانو غوښتل شوي چې ”د هغو افغانانو خولې پټولو هڅې پر ځای چې دوی فکر کوي، مخالف نظر لري، باید د افغانانو تر منځ د خبرو ملاتړ وکړي. ” د رسنیو پراخ فعالیت او ازادي په تېرو شلو کالو کې افغانستان کې یو مهم پرمختګ او لویه لاسته راوړنه بلل کېږي. ‌

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په دې هېواد کې د رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. یو شمېر ځایي رسنیو بي بي سي ته ویلي، په هغه ډول چې پکار ده خپل رسنیز مسؤلیت نشي ترسره کولی او د طالبانو لخوا تر فشارونو لاندې دي. خو طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي، رسنۍ په ازادۍ سره خپلې چارې ترسره کولی شي او مالوماتو ته هم لاسرسی لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button