نړیوال خبرونه

طالبان: په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونو ته ژمن یو

د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونو ته ژمن دی. د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپل ټویټر کې لیکلي، د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی چې افغان ښځې په کې د خپلو مشروع حقونو غوښتنه وکړي.

نن د مارچ میاشتې اتمه، د ښځو نړیواله ورځ ده چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

نور یی ولوله | د ښځو حقونو او ښې حکومتولۍ په اړه طالبانو ته د بهر مېشتو افغانانو سپارښتنې

د بشري حقونو رعایت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی د لویدیځ له عمده غوښتنو څخه دي چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره مطرح کړي دي.

د بشري حقونو بنسټونو په وار- وار د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو پر چلند انتقاد کړی دی.

له دې ډلې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پرون دوشنبه په یوه راپور کې وویل، په افغانستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې ښځینه خبریالانې له سختو فشارونو سره مخامخې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button