نړیوال خبرونه

طالبان یو کیلي موټرو ته لنډمهاله اسناد ورکوي

د طالبانو سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې یو کیلي (ښی لاس) موټرو ته د درې کلونو موقت اسنادو ورکولو خبر ورکړ

د طالبانو حکومت د ترافیکو عمومي رئیس ټینګار وکړ که چېري سر له نن څخه بیا تر دریو میاشتو موده کې د یو کیلي موټرو مالکینو خپل موټر ثبت او راجستر نه کړل په خبره یې موټر به یې ضبط او قانوني چلند به ورسره وشي.

د حکومت د مالیې وزارت هم ویلي و چې د یوې طرحې پر اساس به په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې د افغانستان لاس بې اسنادو موټرو ته د محصول د ورکولو وروسته د ملکیت سندونه ورکړل شي.

دا وزارت اټکل کوي چې دا وخت په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰زره بې اسنادو موټر شته دي

په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران له امله د موټرو کاروبار ډېر خراب شوی او د تېز رفتاره موټرو په بیه کې له نیمايي زیات کموالی راغلی دی.

د طالب چارواکو په وینا یو کیلي موټر په افغانستان کې د یو شمېر سوداګرو لخوا په قاچاقي او غیر قانوني ډول انتقال شوي چې په خبره یې د هیواد په ترافیکي نظم کې يې بې نظمي رامنځته کړې ده.

نور ولولئ: ماليې وزارت : د افغانستان لاس د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول بهیر پيل شو

د ټرافیکو پولیسو لوی رییس پاسوال حسیب الله مختار د شنبې په ورځ په خبري ناسته کې وویل چې کابینې ته یې د راسته لاس یو کیلي موټرونو ته د اسنادو د ورکړې طرحه وړاندې کړې وه چې له تایید وروسته به د روانې اوونۍ له پیله د دغو موټرونو ثبت او د اسنادو ورکړې پروسه په ټول هېواد کې پیل شي.

ښاغلی مختار وويل  چې نوموړو يو کیلي موټرو ته د جواز ورکولو په مقابل کې پیسې د یادو موټرو د نوعیت او سلنډر ته په کتو اخیستل کیږي.

نور ولولئ: د افغانستان د سپورتي موټرو د پانګوالو لټون پیل شو

او هم وايې چې د طرحې له مخې له ۲۰۰۰ ماډل پورته یو کیلي موټر ته اسناد ورکول کیږي او په خبره یې له ۲زره ماډل کښته موټر د ترافیکو قانون په اساس استهلاک کیږي.

هغه وویل: “د ۲۰۰۰ موټر في سلنډر فیس ۳۴۰۰ افغانۍ له تیز رفتار موټر څخه اخیستل کیږي.له ۲۰۰ څخه تر ۲۰۱۰ پوري في سلنډر ۵۴۰۰ افغانۍ فیس دی او د ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۲۲ پوري في سلنډر ۷۴۰۰ افغانۍ فیس دی”

دغه راز د مسافر وړونکو او باروړونکو موټرونو چې ماډل یې ۲۰۰۰ وي، په هر سلنډر یې ۴۹۰۰ افغانۍ فیس دی او له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۰ ماډل پورې په هر سلنډر باید ۶۹۰۰ افغانۍ او له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۲ پورې ۸۹۰۰ افغانۍ فیس په هر سلنډر باید تحویل کړي.

مختار وایي، له دې وړاندې راسته لاس یو کیلي موټرونو د هېواد د امنیت او ټرافیکي نظم لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې وې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button