طالب چارواکي: خان محمد تکل به خپلې دندې ته دوام ورکړي
د ا.ا.ا. د اوبو او برېښنا ادارې له لوري د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رئیس خان محمد تکل ته د خپلې دندې د بیرته راستنیدو او د اجرأ کولو ډاډ ورکړل شو.
تېره ورځ تر غرمې وروسته په یو غونډه کې د ا.ا.ا. د اوبو او برېښنا ادارې عمومي مسؤل مولوي صیب امیر حمزه، مرستیال حافظ صیب محمد امین او د همدې ادارې مرکزي غړو او د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې رئیس خان محمد تکل تر منځ غونډه وسوه، په غونډه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د نورو برخو رئیسانو هم ګډون کړی وو.
په غونډه کې لومړی خان محمد تکل د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل، ورپسې د اوبو او برېښنا ادارې عمومي مسؤل ښاغلي مولوي صاحب حمزه لخوا د تکل صاحب د مخکني فعالیتونو او خدمت قدرداني وشوه او تکل صاحب ته ډاډ او بلنه ورکړل سوه تر څو خپلې دندې ته بیرته راستون او دوام ورکړي
او د تېر په څېر د هیواد په آبادۍ کې خپلې هڅې جاري وساتي.تکل صاحب د مولوي حمزه صاحب او د ا.ا.ا. د اوبو او برېښنا ادارې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د دوئ له ډاډګیرني څخه یې خوښي وښوده، یادونه یې وکړه چې هر حال کې به خدمت کوم.
هغه وویل چې د روغتیایي حالت له بهبود وروسته چمتو یم د خپلو هیوادوالو خدمت وکړم او خپلې رغنده مشورې به تل له همکارانو سره شریکې کړم.د افغاستان د اسلامي امارت د اوبو او برېښنا عمومي اداره د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره