هنر او ادب

عامر خان د فلمونو د بریالیتوب یوازینۍ لاره روښانه کړه

د بالیووډ فلمونو مشهور لوبغاړی

د بالیووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان وايي، چې د فلمونو د کامیابۍ یا بریالیتوب یوازې یوه لار ده او هغه باکس افس دی. باکس افس حساب کوي، چې فلم څومره خلک ګوري او څومره پېسې ګټي.

د یادولو وړ ده، چې د عامر خان راروان فلم (لال سینګ چډها) د اګست په ۱۱مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي، چې کرینه کپور خان هم ورسره په دغه فلم کې کار کړی دی. عامر خان له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په بالیووډ فلمونو کې کار کوي او ډېر کامیاب فلمونه یې خلکو ته ورکړي دي، وروسته له هغې یې دا خبرې وکړې، چې د هغه په راروان فلم (لال سینګ چډها) باندې خلک نیوکې کوي.

نور یی ولوله | د ټنډولکر لور غواړي فلمونو کې کار پیل کړي

نور یی ولوله | پینځو هندیو اداکاراو څنګه ځانونه فټ کړل

د عامر خان (لال سینګ چډا) فلم

یو شمېر کره کتونکي وايي، چې د عامر خان (لال سینګ چډها) هم د (پي کی) غوندې فلم دی، یا نوموړي پکې هماغه کردار یو ځل بیا لوبولی دی، کوم کردار چې یې په پي کی کې لوبولی و.

په یوه مرکه کې چې کله له عامر خان نه پوښتنه وشوه، چې د باکس افس شمېرې هغه مهمې ګڼي او که نه؟ نو نوموړي ورته وویل، چې بالکل، همدا باکس افس دی، چې د فلم د کامیابۍ او ناکامۍ پرېکړه کوي، دا چې فلم څومره خلکو وکتلو، فلم څومره پېسې وګټلې او دا فلم کامیاب شو او که ناکام.

د یادولو وړ ده، چې په ټویټر کې د هغه د فلم د بایکاټ په اړه هم هشټاګ روان دی، خو نوموړي له خلکو څخه غوښتنه کړې ده، چې د هغه د فلم بایکاټ دې نه کوي او لومړی دې فلم وګوري، بیا دې پرې خپله تبصره ورکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button