نړیوال خبرونه

عبدالله او غني د ناټو له سرمنشي سره خبرې کړي دي

عبدالله او غني د ناټو له سرمنشي سره خبرې کړي دي جمهور ریس غني او د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د ناټو له سر منشي ینس سټولټنبرګ سره مجلس کړۍ او د نور موضوعاتو ترڅنګ ېې پر بین الافغاني مزاکراتوو هم خبرې اترې کړي دي،

د ناټوسر منشي په خپله ټوېټر پاڼه ېې ذکړ هم کړۍ دۍ چې د غني او عبدالله سره یې د بین الافغاني مذاکراتو په تړاو تفصیلي بحث شوۍ دۍ.هغه غني او عبدالله ته ویلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې دې له دې فرصت ګټنه واخلي او د خپل هېواد د تلپاتې او باعزتې سولې د ټینګښت، ارامښت، لپاره دې کوششونه وکړي.نوموړي زیاته کړې، چې ناټو په افغانستان کې د سولې بهیر سره کلک ولاړ دۍ او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره به له افغانستان هېڅ ډول مرستې مخنیوۍ به ونه کړي، او ټول توان سره به ېې ملاتړ وکړي،

دغه ټولنه یا ناټو وس مهال په افغانستان کې د ١٦ زره په شاوخوا کې سرتیري چې د امریکایي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه مصروف دي، د ناټو مشر داسې حال کې د غني او عبدالله ته په ټینګار سره د تل پاتې سولې د ټینګښت او د بین الافغاني مذاکراتو د فرصت نه په ګټې اخیستلو تاکید کوي، چې اوس مهال افغان دولت او طالبان ډېر ژر د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په هڅه کې دي،

دا باید یاده کړو چې چهارشنبه د افغان دولت مذاکراتي پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شي او د یکشنبې پر ورځ به له طالبانو سره د افغان سولې پر سر د خبرو مېز ته سره بحث وکړي ، طالبانو هم د افغان دولت سره بین الافغاني مذاکراتو ته د کېناستلو تیاري خودلې ده

دا په داسې حال کې چې په قطر کې مېشتو طالب مشرانو فیصله کړې چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون سره هم مهاله به په افغانستان کې له دولت سره اورکم کوي؛ خو دا پرېکړه به عالني ‌نه بلکه پټه وي.‌په قطر کې طالب سرچینو ميډیا ته ویلي ، چې دا وعده د ملا عبدالغني برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ شوې او ښاغلي‌ خلیلزاد له یادې موضوع نه ښايي ولسمشر غني ته هم خبر ورکړۍ وي،

د دې نه وړاندې هم د امریکا د متحده ایالاتو د استازي ‌زلمي خلیلزاد غوښتنه د بشپړ اوربندوه؛ خو د بشپړ اوربند سره د طالبانو د مذاکراتي‌ ټیم مشر ملا عباس ستانکزي موافق شوي نه وو، ‌قطر کې طالب مشرانو په پاکستان کې د مېشتو طالب قوماندانانو سره هم دا موضوع شریکه کړې او ټول لوري‌ په دې سلا شوي ‌چې د بین الفغاني ‌مذاکراتو پر مهال به تاوتریخوالی کموي او د اوربند پروسه به اوګده کوي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید طالبان افغان سیاسیون او نورې ښکېلې خواوې باید ټول سره په بین الافغاني مزاکراتو داسې موضوعات وڅیړي چې د افغانانو پکې خیر وي او داسې یوې نتیجې ته ورسیږي چې افغانان پکې سوله ومومي ځکع افغانستان د ډېر وخت راهیسې په جګړې کې ښکېل وو نو باید اوس داسې یو تګلاره جوړه شي چې افغانان پکې د پردو جنګونونه راووزي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button