نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله: دطالبانو پاتې زندانیان هم باید ژر ازاد کړو

عبدالله عبدالله: دطالبانو پاتې زندانیان هم باید ژر ازاد کړود هېواد مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله پینځو زرو تنو ته د طالبزندانیانو د خوشې کیدو د شمېر رسولو غوښتنه کړې هغه ژر تر ژره دې زندانیان ازاد شي،


عبدالله عبدالله ویلي، چې دغه شمېر پوره کول د بین الافغاني خبرو لپاره د زر پيل لپاره ضرور دي.ښاغلي عبدالله دا نه ده واضحه کړې، چې د طالبانو د څه ډول زندانیان خوشې کیدل غواړي؟ او کوم جرمونو واله بندیان باید ازاد شي،افغان حکومت د یادې ډلې د شاوخوا پینځو سوو هغو بندیانو د نه خوشې کولو خبر ورکړی، چې په درنو جرمونو محکوم دي.وسله والو طالبانو بیا د خپلو هغو بندیانو خوشې کیدل اړین ګڼلي، چې وار د مخه یې لیست امریکایي چارواکو ته سپارل شوی و.اوهغويي دا وايي چې ترڅو پورې دغه ورکړل شوۍ لست نه وي ازاد شوۍ نو د بین الافغاني مزاکراتو پیل کې دشوارونه وي،

نووموړي ویلي، چې پينځو زرو ته د ازادېدونکو طالب بندیانو د شمېر رسولو په اړه یې جمهور ریس غني سره هم خبرې کړي.په وروستیو کې راپورونه څرګندوي، چې افغان حکومت او طالبان دواړه د بندیانو د خوشې کیدو ستونزې د زر حل په هڅه کې دي.دولت هم واي چې هڅه کوو چې څومره ژرکېدایشي نو مونږ به دغه بندیان خشې کړو،

بلخوا افغان حکومت دا هم ویلي، چې طالبانو هم تراوسه تر زرو تنو پورې د افغان حکومت د ادعا کړو بندیانو د خوشې کیدو لړۍ نه ده تکمیله کړې.دويي وايي چې د باورۍ فضا رامنځته کولو لپاره دااړینه ده چې باید دولتي چارواکي هم ژر تر ژره راخلاص شي اودې سره به بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي دويي وايي چې اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې هر هغه څه وکړي چې سولې ته پکې خیر رسيږي او سوله ورسره رازي،

د دې نه ړامدې پاکستان کې د افغانستان پخوانۍ سفير ښاغلي زاخېلوال یوې رسني سره مرکه کې وویل سره له دې، چې د سولې بهیر د ځینو فرصتونو ګټه نه اخیستو خبر ورکړ، خو ویې ویل، چې زه لا دې هڅو نه نهیلی شوی نه یم .د زاخېلوال په وینا ، د سولې په هڅو کې افغان حکومت او وسله والو طالبانو دواړو وخت تلفي کړې ده.نوموړی پر تېرو ولسمشریزو ټاکنو د حکومت مصروفیدل، د بندیانو په خوشې کیدو کې ځنډ او نور بازې عوامل د وخت تلفۍ د بېلګو په توګه یادوي.هغه د طالبانو او امریکا د سولې تړون ته په اشارې وایي، چې افغان دولت باید پر دغه تړون او په خاص ډول پکې د ژمنه شویو پينځو زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو پر نوملړ وار د مخې خپلې اندېښنې شریکې کړي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې دولت باید هر څه په شا واچوي او د سولې دغه شته فرصت نه ؛ټه پورته کړي څکه که اوسني فرست د دولت نه د لاسه اوت نو دا به ډېره غټه اشتباه وي د دولت له خوا نه چې په یوه وړړه قربانۍ باندې ټوله د سولې پروسه له منځه لاړه شي او سوله بیا ناشوني شي افغانان د ډېر وخت راهيسې د جنګ په حالت کې دي نو باید اوس نور جنګ دواړه لورې بس کړي اوصر ف سوله خپل هدف وګرزوي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button