نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله: د مصالحې اجرايي صدارت غواړو

د ولسمشريزو ټاکنو کې د ثبات او همپالنې ټاکنيزه ډله وايي، چې دوى د ګډ دولت په اړه خپله طرحه نهایي کړې ده او د منځګړې ډلې سره به يې ژر شريکه کړي. د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم رسنيو ته ويلي دي، چې دوى خپله طرحه بشپړه کړې ده او د روانې اونۍ تر پاى پورې به يې د منځګړې ډلې سره شريکه کړي.

د عبدالله عبدالله ډله وايي، چې دوى د واک مساويانه وېش او همدا راز د مصالحې اجرايي صدارت غواړي. دغه ډله به خپله طرحه له منځګړې ډلې سره شريکوي او ياده ډله به د دوى طرحه بيا له ولسمشر غني سره شريکه کړي.

د ځينو سرچينو په حواله، د عبدالله عبدالله ډله په خپله په دغه طرحه باندې سره نه دي جوړ شوي او لا هم پرې بحثونه روان دي. دوى همدا راز دا هم وايي چې دغه طرحه به د يوه همه شموله حکومت د جوړولو لپاره لار پرانيزي.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په داسې حالت کې د واک پر سر شخړه روانه ده، چې افغانستان د کورونا ويروس له بحران سره مخ دى، خلک له لوږې سره مخ دي، نړيوال افغانستان کې د واک شخړې ته حېرانه دي او ژر تر ژره د دې لانجې د حل غوښتونکي دي

له بلېخوا شاه حسېن مرتضوي په خپل ټويټر په يو ټويټ کې په عبدالله عبدالله او د هغه په ډلې نيوکې کړې دي. هغه وايي، چې يو يې صدراعظمي غواړي، بل يې د سولې شورا رياست غواړي، بل يې انتخابات لغوله کول غواړي، خو اصلاً معلومات نشته چې دوى څه غواړي.

شاه حسېن مرتضوي ليکي: اصلاً معلومه نه ده چې دوى څه غواړي، يو صدراعظمي غواړي، يو د سولې شورا غواړي، يو ټاکنې لغوه کول غواړي، يو سياسي توافق غواړي، يو کابينه کې پنځوس سلنه برخه غواړي، يو همه شمول غواړي، يو هم نغدي معامله غواړي، کورونا او د خلکو سرنويشت دوى ته اهميت نه لري.

شاه حسېن مرتضوي، چې تل په ټويټر باندې په عبدالله عبدالله او د هغه په ټيم نيوکې کوي، دا ټويټ يې وروسته له هغه کړى دى، چې د عبدالله عبدالله دفتر رسنيو ته ويلي دي، چې دوى په يوه نوې طرحه کار کوي او له جوړولو وروسته به يې ولسمشر غني ته وړاندې کړي.

د عبدالله عبدالله دفتر ويلي دي، چې اساسي شرط د دوى ګډ حکومت دى او په دې فکر کوي چې جوړجاړي ته سره څنګه ورسېږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button