لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

عثمان خواجه اوداسټرالیاکرکټ بورډڅه معامله ده ؟

عثمان خواجه د 18 دسمبر 1986 باندې زیږیدلی د آسټرالیا کرکټر دی چې اوس مهال د آسټرالیا او کوینزیلینډ نمایندګي کوي. خواجه په  2008 کال کې د نیو ساوت ویلز لپاره د لومړۍ درجې کریکټ پیل وکړ او د جنوري په میاشت کې یې د آسټرالیا لپاره لومړۍ نړیواله لوبه وکړه. خواجه د هندوستان پریمیر لیګ کرکټ کې هم لوبیدلی او شل اوریزه کریکټ هم کوي. عثمان خواجه چې د اسټرالیا مسلمان کرکټ لوبغاړی چې اصل د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد څخه دی اوسمهال  په اسټرالیا کې اوسېږي، نوموړۍ د اسټرالیا کرکټ لوبډله کې یو مطرح او تکړه لوبغاړی دی.

اوس دغه غوره لوبغاړی د اسټرالیا کرکټ بورډ څخه په مس ةنجمنټ او مالي مشکلاتو له وجې  ناراضه دۍ انوموړۍ  وایي چې د ۲۰۲۰م په اوږدو کې یې ورته قرارداد نه دی ورکړی.

څو ورځې وړاندې د اسټرالیا کرکټ بورډ د ۴۵ نارینه او ښځینه کرکټ لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې له مخې به یې لوبغاړو خو دغه نوملړ کې د عثمان خواجه نوم نه و.ته معاشونه ورکول کېږي. اوس هغه له کرکټ بورډ څخه په ګیله ویلي، چې دی د اسټرالیا لپاره هر وخت په شپږو غوره توپ وهونکو کې شامل دی، خو بیا هم د اسټرالیا کرکټ بورډ قرارداد نه دی ورکړی.

عثمان خواجه په ۲۰۱۱م کې د اسټرالیا لوبډلې لپاره پیل وکړ او لومړۍ ټېسټ لوبه یې د انګلستان خلاف پیل کړه. هغه ۴۴ تېسټ او ۴۰ یو ورځنۍ لوبې کړي دي.

په ټېسټ لوبو کې یې ۲۸۸۷ منډې کړي، ۸ سلیزې او ۱۴ پنځوسیزې لري او یوه لوبه کې یې ۱۷۴ لوړې منډې دي. په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۵۵۴ منډې کړي دي، ۲ سلیزې او ۱۲ یې پنځوسیزې وهلي دي او یوه لوبه کې یې ۱۰۴ منډې لوړې دي.

عثمان خواجه اوس ۳۳ کاله عمر لري او وایي دی څه ۳۷ کلن یا ۳۸ کلن نه دی بلکې لا هم لوبو ته جوړ دی.

د یادولو ده، چې د کرونا ویروس د نورو کارونو ترڅنګ په لوبو هم سیوری غوړولی او کرکټ برخه یې هم له اقتصادي بحران سره مخ کړې ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button