نړیوال خبرونه

عربستان د اګست له لسمې بهرني اتباعو ته د عمرې کولو اجازه ورکوي

عربستان د اګست له لسمې بهرني اتباعو ته د عمرې کولو اجازه ورکوي.د سعودي حکومت وایي چې د راتلونکې اګست میاشتې له لسمې نیټې بهرني اتباع کولی شي د عمرې ادا کولو لپاره سعودي ته راشي.

د عربستان حکومتي رسنۍ ددې ملک د چارواکو په حواله لیکي، بهرني اتباع په دې شرط چې د کرونا پر ضد واکسین شوي وي، کولی شي د اګست له لسمې نیټې وروسته سعودي ته د عمرې ادا کولو لپاره راشي.سعودي چارواکي وایي، هغه کسان چې د فایزر، مودرینا، استرازینیکا او جانسن اینډ جانسن واکسین بشپړ لګولي کولی شي سعودي ته د عمرې لپاره داخل شي، خو هغه کسانو چې چینایي واکسین لګولي وي باید د پورتنیو واکسینونو څخه هم یو دوز ولګوي، تر څو عمرې ته د تلو اجازه ترلاسه کړي.

20210727 090739

چارواکي زیاتوي، له یادې پریکړې هغه هېوادونو مستثنی دي چې سعودي ته په ورتګ پرې بندیز لګېدلی، په بندیز لرونکي هېوادونو کې پاکستان،انډیا، اندونیزیا، مصر، ترکیه، ارجنټاین، برازیل، سویلي افریقا او لبنان شامل دي، خو د یادو هېوادونو اتباع کولی شي د بل هېواد په واسطه له ۱۴ ورځني قرنطین وروسته سعودي ته داخل شي.

د عربستان د حج او عمرې ملي کمیټې غړی «هاني علي العمیري» وایي، هغه کسان چې غواړي عمره وکړي د نړۍ شاوخوا څخه ځانونه ثبتولی شي، خو د نوموړي په وینا د عمرې لپاره د واکسین شرط حتمي دی.

د حج پای ته رسېدلو سره سم د سعودي د داخل شاوخوا څخه زرګونه کسان د عمرې ادا کولو لپاره ورغلي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.سعودي روغتیایي تدابیرو نېولو ته په پام سره د تېر کال په څېر سږکال هم بهرني اتباع په حج ادا کولو بند کړي وو، خو یوازې هغه بهرني او داخلي اتباع چې سعودي کې و د حج مقدسې فریضې څخه برخمن شول.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button