نړیوال خبرونه

عربستان: د میي په دولسمه نیټه به د کوچني اختر سپوږمۍ معلومه شي

عربستان: د میي په دولسمه نیټه به د کوچني اختر سپوږمۍ معلومه شي.دسعودي عربستان د جدې د ستور پېژندونکو ټولنې مشر وړاندوینه کړې چې د راتلوونکي کوچني اختر عید الفطر سپوږمۍ به د میي د میاشتې په دولسمه نیټه معلومه شي

د جدې د سترو پېژندنې ټولنې مشر وایي چې په هیواد کې به د میي د میاشتې په یوولسمه نیټه په هیڅ کې هم سپوږمۍ ونه لیدل شې، چې په سبب یې ډېر امکان شته چې کوچنی اختر به د میي په دیارلسمه نیټه وي.دغه ټولنه وایي چې په ټول سعودي عربستان کې به د میي په یوولسمه نیټه چې د روژې د میاشتې د نهه ویشتمې نیټې سره برابره دی، په هیڅ کې هم د اختر سپوږمۍ ونه لیدل شي.

او سږنۍ روژه به پوره دیرش ورځې وي.په سعودي عربستان به د کوچني اختر په اړه ددې هیواد ستره محکمه پرېکړه کوي او بیا په رسمي توګه اعلان کوي چې اختر کله دی.د یادولو وړ ده چې هر کال سعودی عربستان اعلان په همدې ډول کوي. او کوشش کوي چې هر کال اسلامي اصول په نظر کې ونیسي.

img 20210505 201323

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د ذکر شوې ټولنې مشر د روژې په اړه وړاندوینه کړې وه، چې بیا یې وړاندوینه سمه ثابته شوه.دوی په اسلامي اصولو عمل کوي. هر کال یوه روژه هم نه خوري او کوشش کوي چې ټولې روژې پور ونیسي.

دا هم باید یاده کړو چې هر کال افغانستان هم د سعودي عربستان سره یو ځای اختر کوی او همداراز روژه هم بیا یو ځا ورسره نیسي د افانستان ستره محکمه هغه وخت اعلان کوي کله چې سعودي عربستان دیږسپوړمی د کتو وروسته اعلان وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button