لوبې

عزیزالله فضلی د افغانستان کرکټ بورډ عمومی ریئس وتاکل شو

 افغانستان افغانستان

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیز الله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټی  غړو ته نن په یوه رسمي ناسته کې ښاغلی  میرویس اشرف  ددې کمیټی  مشر په توګه معرفي  کړی  دی  

د ناستې په ترڅ کې د غوراوي کمیټی  غړو د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ته د خپلو وروستیو فعالیتونو او کړنو خبر  وړاندې کړی دی  او همدا رنګه یې د میرویس اشرف په ګمارنې خوښي وښودله  او خوشحاله شوی دی. د ناستې پر وخت کې نړیوال جام ته د ملي لوبډلې د ښه او غوره تیاری او روزنیزو کمپونو په اړه خبری  ترسره شوی دی کیمپونو کی لوبغاړی ټریننګ وکړی

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

ښاغلي فضلي د غوراوي مشر میرویس اشرف او غړو ته هدایت وکړه، چې د لوبغاړو په غوراوي کې ټول تخنیکي اړخونه په پام کې ونیسي، لوبغاړی ښه لوبه وکړی ترڅو حق حقدار ته ورکړل  شي او د هرې فیصلی په باره کی  د افغانستان ولس ته په وضاحت ځواب ورکړی چه څوک  حقیقی لوبغاړی دی

ښاغلي میرویس اشرف د کرکټ بورډ د عمومي مشر ښاغلي فضلي له باور څخه مننه وکړه چې ددې غټ کار مسؤلیت یې نوموړي ته ور و سپاره او وعده یی وکړه چې د خپلې کرکټ تجربې او ټولو اړخونو ته په کتلو سره  به د لوبغاړو ښه انتخاب  کوي او ملت ته به ځواب ورکوي

عزیزالله فضلی ښه تجربه لرونکی  او ښه روزونکی دی او عادل ښه  شخصیت دی مونږ ورنه ښه طمع لرو چه بیا پنځوس اورځی

جام غلطی تکرار نه کړی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button