کورني خبرونه
رجحان

علي احمد جلالي: د طالبانو نوی قانون ښيي چې دوی له داعش سره توپیر نه لري

استاد علي احمد جلالي د طالبانو نوی قانون د افغانستان لپاره شرم بولي او وايي، دوی ښځې بندیانې کوي

هاخوا نور کارپوهان وايي، د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون ښيي، چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د نوي یمې لسیزې حالت د رامنځته کولو هڅې کوي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د طالبانو نوی توشیح شوی قانون «شرموونکی» وباله او ویې ویل چې دا په عملي توګه په هېواد کې د ښځو زنداني کول دي.

هغه وویل، «دغه قانون وښودله چې په فکري لحاظ د داعش او طالبانو ترمنځ توپیر نه شته.»

طالبان ځانونه د حنفي فقهې پیروان ګڼي او داعش ته «خوارج» وايي. داعش سلفي ذهنیت لري. دواړه ډلې له کلونو راهیسې په افغانستان کې په جګړه بوختې دي.

په افغانستان کې د داعش په اړه

علي احمد جلالي,د طالبانو نوی قانون,داعش

طالبان په افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو ادعا کوي. خو نړۍوال سازمانونه وايي چې داعش په افغانستان کې پياوړی شوی او د منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران ته د ننوتلو په لټه کې دی.

علي احمد جلالي، چې د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد دی، د یکشنبې په ورځ په ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو نظریه کولی شي «ځوانان په سیمه او نړۍ کې په تاوتریخجنو سخت دریځو بدل کړي.»

نور ولولئ | د افغان-ټرانس په اړه میرضیایف او پوتین له یوه او بل سره لیدلي دي

نور ولولئ | افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات

د طالبانو د عدلیې وزارت د دې اوونۍ د چهارشنبه په ورځ ویلي، چې د دغې ډلې مشر د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» قانون توشیح کړی دی.

دغه قانون د طالبانو په رسمي جریده کې له یوې سریزې، څلور فصلونو او ۳۵ مادو سره خپور شوی دی.

په دې قانون کې څه حرام بلل شوي؟

علي احمد جلالي,د طالبانو نوی قانون,داعش

د دغه قانون له مخې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینه وو سره د ښځو ګډ سفر منعه دی.

دغه قانون د ښځو مخ، بدن او غږ د «عورت» په توګه ګڼي او هم یې د «نامحرم» په مخ کې یې ښکاره کول جرم بولي.

د طالبانو له خوا د امربالمعروف قانون توشیح کېدو پراخ کورني او نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د امربالمعروف قانون «له ښځو سره د کرکې سل پاڼې» بللی دی.

یوناما هم ویلي چې دغه قانون به طالبانو ته دا ناشونې کړي چې له نړۍ سره اړیکې عادي کړي.

طالبانو د اسلام په نوم ښځې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړي دي. 

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button