سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

عمران خان اسامه بن لادن ته د شهید خطاب وکړ

د ګاونډي هېواد وزیر اعظم عمران خان اسامه ته د شهید خطاب وکړ، نوموړي دغه بیان پرون د پاکستان د قومي اسمبلۍ په اجلاس کې د وینا پر مهال وویل چې د القاعده پخوانۍ مشر او بنسټګر شهید دۍ او ټول مسلمانان باید ورته د شهید لقب ورکړي،

عمران خان داسې وویل “هغو کې هم یوه پېښه چې پاکستان یې وشرماوه، دوی ایبټ اباد ته راغلل،اسامه یې وواژه، شهید یې کړ. وروسته ټوله نړۍ کې سپک شوو، موږ یې بد وبللو، یانې زموږ اتحادي زموږ هېواد ته راغی عملیات یې وکړل، خو موږ ته یې ونه ویل، تر هغه وخت دې جګړه کې زموږ ۷۰ زره پاکستانیان وژل شوي وو”.

د القاعده مشر چې یو وخت دنیا کې تر ټولو مطلب یا غوښتی کس و- وژلو ته شهید کارولو خبره ډېره ژر پر پاکستان سربېره نوره نړۍ کې هم خپره شوه.عمران خان دا خبره د خپل حکومت پر بهرنۍ پالیسۍ په وینا کې وکړه، له یوې خوا یې خپله بهرنۍ پالیسي تر ټولو بریالۍ وبلله، خو له بلې خوا له امریکا سره د تېرو حکومتونو پر اړیکو وغږېد.

نوموړي زیاته کړه، “د ترهګرۍ ضد جګړه کې موږ له امریکا سره و، خو له امله یې چې پاکستان ته کوم ذلت په برخه شو زه نه پوهېږم چې دې جګړه کې د امریکا بل ملګري ته په نصیب شوی وي او امریکا دې هغه هېواد بد بللی وي. هغه که افغانستان کې بریالۍ نه شوه، نو مسوولیت یې پر پاکستان واچوي؟”د لومړي وزیر په خبره، دویمه هغه پېښه چې پاکستانی ملت یې شرمنده کړه، هغه د امریکا ډرون حملې وېخکینو حکومتونو ویل، موږ پرې خبر نه یو، خو امریکايي چارواکو ویل، ټول بریدونه یې د پاکستان د حکومت په اجازه کړي دي، امریکايي چارواکو دا هم وویل، نه پوهېږي پاکستانی حکومت خپلو خلکو ته ولې درواغ وايي”.ده زیاته کړه، چې کله یې حکومت تر لاسه کړ، نو دا پالیسي یې غوره کړه چې له چا سره جنګ کې نه شریکېږي، بلکې د سولې خبرو کې همکاري کوي:”اوس موږ ته څوک نه وایي، چې پاکستان دوکه کوي، اوس زموږ اړیکي داسې دي چې څوک مو سپکولی نه شي، بلکې وايي، د افغانستان مسله کي را سره همکاري کوي”.

خو د پاکستان د صدراعظم دا خبره چې اسامه شهید دی، خواله ميډیا کې لاس په لاس کېږي او پر پاکستان سربېره، هند کې هم دا خبره ټرېنډ شوې ده.عمران خان چې څو کلونه مخکې د اپوزېسیون مشر و، نو یوه هندي تلوېزون سره مرکه کې یې د القاعده د بنسټګر اسامه بن لادن په تړاو وویل، “څنګه چې هغه ووژل شو، نو ځینې خلکو ته شهید جوړ شو

په دې اره په سوشل ميډیا کې خورا زیات غبرکونونه راپارول شوي دي د عام خلکو ترڅنګ د خبریالانو هم خپل غبرګون خودلۍ دۍ خبریال اسد علي طور لیکلي، عمران خان د پاکستان لوی درستیز هم دی او که هغه قامي اسمبلۍ کې کومه خبره کوي، نو پالیسي بلل کېږي، ایا موږ دا ویلی شو چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو له خوا ترهګر بلل شوی اسامه بن لادن په حکومتي کچه شهید وباله،

بلخوا د پا کستان د اپوزیشن ګوند بازې مشرانو لکه خواجه آصف ړیلي دي چې اسامه په نړۍ د یو ترهګر په صفت پېژندل شوۍ وو نو څنګه ورته عمران خان د شهيد خطاب کوي هغه وویل دغه رقم څرکندونې به مو د نړۍ په کچه بدنام کړي او هېواد به مو بل خوا ته روان کړي ځکه د اسامه چې ترهګر دۍ او د یو جمهوري ملک صدراعظم ورته د شهيد خطاب کوي دا خلکو ته او نړۍ ته د منلو وړ خبره نده،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button