سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

عمران خان: د افغانستان داخل او د بهر ځیني کړۍ افغانستان کې سوله نه غواړي

عمران خان: د افغانستان داخل او د بهر ځیني کړۍ افغانستان کې سوله نه غواړي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د افغانستان دننه او بهر یو شمېر کړۍ د یاد هیواد د سولې او ثبات مخالفت کوي چې باید نظر ورباندې وساتل شي.تر څو افغانستان کې دایمي سلې تهدلار هواره شي.

ښاغلي خان دغه خبرې د شانګهای همکاریو سازمان په هغه ګډه ناسته کې کړې چې د افغان حکومت، هند، روسیې او یو شمېر نورو هیوادونو ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو پکې برخه درلوده.خا ن ویلي، چې د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري او پاکستان به دې باور دی چې هر څه باید د سولې او مذاکراتو له لوري حل شي او مذاکره کوونکي ټیمونه د خبرو له لارې سیاسي جوړ جاړي ته ورسېږي.نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات په موخه له کېدونکو هڅو ملاتړ کوي او د طالبانو او امریکا تر منځ په لاسلیک شوې

توافق کې يې د تسهیل کوونکي په حیث رول لوبولی؛ خو په خبره یې، ددې لپاره چې رغنیزې او د جوړجاړي هڅې نورې هم پراخې شي، د افغانستان د ننه باید د جګړې د شدت کچه راټيټه او اوربند ته زمینه مساعده کړل شي.عمران خان که څه هم د کوم ځانګړي هیواد یا شخص نوم نه دی اخیستی؛ خو په خبره يې، د افغانستان دننه او بهر د سولې پروسې مخالفت کوونکي شته چې نه غواړي افغانستان له سولې او ثبات برخمن شي؛ نو ځکه باید ژور نظر ورباندې وساتل شي.

عمران خان ددې تر څنګ غوښتنه کړې، چې په خپله خوښه د افغان کډوالو بیرته ستنېدل باید د سولې په توافقنامه او تړون کې ځای کړل شي.د عمران خان له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرې روان دي؛ مګر د کابل حکومت مشران د امریکا له نوي احتمالي ولسمشر «جوبایډن» غوښتنه کوي چې له طالبانو سره په شویو هوکړو بیا ځلې فکر وساتي.

عمران خان: د افغانستان  داخل او د بهر ځیني کړۍ افغانستان کې سوله نه غواړي
عمران خان: د افغانستان داخل او د بهر ځیني کړۍ افغانستان کې سوله نه غواړي

افغان حکومت تمه لري، چې بایډن به له طالبانو سره د امریکا لاسلیک شوې توافقنامه لغوه او یا تغیر کړي او یا به هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته دوام ورکړي.ځکه د ځینو سیاسی شنونکو په فکر ښايي د بهرنیو هېوادونو عسکر په وتلو سره حالات خراب شي او د خانه جنګي پیلیدو احتمال هم زیات شي اوس د دويي په وینا داسې لار ونیول شي چې له مخې ېې افغانستان کې دایمي اوربند وشي او افغان وژنه بند شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button