نړیوال خبرونه

فایق: د افغانستان خلکو ته باید د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو تاوان ونه رسیږي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي ماموریت د افغانستان د پنځه ملیارد ډالرو شتمنیو د درې پر پنځمې برخې د ساتنې په خاطر په نیویارک کې یوې محکمې ته رسمي دفاع وړاندې کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق وویل، د پیسو اصلي مالک افغانان دي او د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته باید پیسې ونه رسیږي.

“د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیان په ریښتیا هم د عدالت او جبران مستحق دي. خو د افغانستان خلک باید د دې جبران قرباني نه شي، ځکه چې د افغانستان خلک پخپله د تروریستي بریدونو او تروریستي ډلو قربانیان دي او دا پیسې د خلکو ملکیت دی او د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې هیڅ افغان هم لاس نه درلود. هیڅ اخلاقي یا قانوني مسؤلیت “دا د افغانانو پورې اړه نلري.”

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا راڅرګندېدو سره امریکا د افغانستان اوه میلیارده ډالره شتمنۍ بندې کړې، چې ګډوډ غبرګونونه یې راپارولي دي. د سیاسي چارو کارپوه احمد منیب رسا وايي:«که دغه پیسې امریکا ته ورکړل شي، د ډالر پر وړاندې به د افغانیو ارزښت له لاسه ورکړي او دا کار د افغانستان اقتصاد ته جدي زیان رسوي. په همدې حال کې اسلامي امارت هم د دې پیسو د ژر تر ژره خلاصون غوښتونکي دي.

نور یی ولوله | په مزارشريف کې د چاودنې د قربانيانو له ځينو کورنيو سره د ايران لخوا نغدي مرسته وشوه

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې افغان ولس دې پیسو ته تر بل هر وخت زیات اړتیا لري. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، انعام الله سمنګاني وویل، «د افغانستان پیسې باید پرته له کوم شرطه خوشې او افغانستان ته ورکړل شي، ځکه دا د افغانانو اساسي حق دی او موږ ورته اوس لا زیات اړتیا لرو،»

د 2022 په فبروري کې، د بایډن حکومت یو درې اړخیز فرمان صادر کړ چې د افغانستان د 7 ملیارد ډالرو منجمد شتمنیو څخه 5 ملیارد ډالر د بشري مرستو له لارې افغانانو ته ځانګړي کړي. امریکايي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د نورو ۳،۵ میلیارد ډالرو په اړه به پرېکړه د امریکا په یوه محکمه کې وشي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button