نړیوال خبرونه

فوزیه کوفي: د سولې توافق وروسته باید طالبان جګړه بس کړي

فوزیه کوفي: د سولې توافق وروسته باید طالبان جګړه بس کړي دحکومتي مزاکراتي ټيم غړې «فوزیه کوفي» وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق له لاسلیک وروسته د طالبانو جګړه له خپلو خلګو سره جګړه ده او هیڅ جواز ېې ندی پاتې.

هغې دغه څرکندونې د یک تلویزیون په «مناظره کابل» خپرونه کې وکړي.دې وویل، افغانستان اشغال نه دی، روانه جګړه د واک په سر ده او هیڅ دیني توجیه نه لري «له طالبانو سره د امریکا تر توافق وروسته د طالبانو جګړه له خپلو خلګو سره جګړه ده او هيڅ معنا نه لري.»نوموړې وړاندې زیاته کړې، چې په قطر کې روان مذاکرات پيچلې دي؛ خو د راتلونکي په اړه به په ګډه تصمیم ونیول شي.

نوموړي همداراز طالبان یوازې نشي کولای د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه تصمیم ونیسي«د اوسني نظام بدیل د طالبانو نظام کېدای نشي، د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه باید مشترکه وي، موږ په اوسني وخت کې یو مسلمان هیواد یو او اساسي قانون مو هم اسلامي دی.»فوزیه کوفي چې نږدې دوې اوونۍ کېږي د مذاکراتو له مېز څخه د شخصي مشکلاتو د حل په پلمه کابل ته راغلې؛

اغلې کوفي اینده نظام کې يې د ښځو پر حقوقو ټینګار کړی او په خبره يې، هغه ډول نظام د منلو نه دی چې ښځې پکې برخه ونه لري.د کابل د مذاکراتي ټيم د غړې له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه دي، چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د دولتي عسکرو په وړاندې جګړه تونده شوې او پراخې سیمې د طالبانو تر واک لاندې راغلې.

  1. فوزیه کوفي: د سولې توافق وروسته باید طالبان جګړه بس کړي

ورته مهال د ناټو قاطع ماموریت هم دې حالت اندېښمن کړی او تېره ورځ یې سلګونه نظامي وسایط او تجهیزات دولتي عسکرو ته سپارلي.د یادونې وړ ده چې د ډېرې مودې راهیسې کابل او ولایاتو کې هم تاوتریخوالی زیات شوی. اږ ږګړي پکې وژل کيوي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button