ټکنالوجي

فیسبوک څه دی او څه وخت د چا لخوا منځته راغلی؟

فېسبوک یوه ټولنیزه رسنۍ ده چې په ۲۰۰۴ میلادي کال د فبروري په څلورمه یې د مارک زوکربرګ (Mark Zuckerberg) او په هارورډ (Harvard) پوهنتون کې د هغه د اتاق ملګرو Eduardo Saverin, Andrew McCollum, Dustin Moskovitz, Chris Hughes په مرسته په کار پیل وکړ

فیسبوک ټولنيزه رسنۍ په لمړیو وختونو کې دThe facebook په نوم یادېده. د فیسبوک موسسینو په لومړیو کې د دې پاڼې غړي یوازې د هارورډ (Harvard) پوهنتون په زده‌کونکو پورې ځانګړي کړي وو، وروسته یې نورو پوهنتونو ته پراخه کړل په ورو ورو یې د لېسو زده‌کونکو ته غړیتوب ورکول هم پیل کړل.

دا چې فیسبوک لمړیو وختونو څخه تر 2004 کال د The facebook په نوم یادیده، نو په 2005 کال کې د فیسبوک له نوم څخه The توری لیرې کړل شو او یوازې فیسبوک پاتې شو.

په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هر هغه چا چې عمر یې له دیارلسو کالو څخه لوړ او د برېښنالیک درلودنکي وو له فېسبوک سره یو ځای کیدلی شوای.

دا چې په افغانستان کې هم ډیری خلک فیسبوک ته لاسرسی لري، نو د مخابراتو وزارت د مالوماتو په اساس چې 2017 کال کې خپاره شوې وو دا ښودله چې افغانستان کې 5 میلونه 700 زره کسانو څخه چې انټرنیټ ته لاسرسی لري، د دغو له جملې څخه دوه میلیونه شپږ سوه زره کسان فیسبوک افلیکشن هم کاروي.

د فیسبوک ګټې:

  • فیسبوک نه یوازې دا چې وړیا دی، بلکې د خبرو اترو (Communication) تر ټولو غوره لار ده، چې په وسیله یې پیغام لیږل، ویډیویي زنګ وهل، د انځورونو او ویډیوګانو پورته کول بې له کوم لګښت څخه کولی شو.
  • فیسبوک بې له کوم خنډ څخه مونږ د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې له خلکو سره نښلوي. نن سبا د هر ځای خلک له فیسبوک سره بلد دي، دا بلدتیا مونږ ته د دې موقع راکوي چې د نورو هیوادونو له کلتور، رسم او رواج سره بلد شو.
  • فیسبوک د پخوانیو ملګرو د پیدا کولو او د ملګرتیا د ژوندي ساتلو تر ټولو اسانه او هوسا اله ده. کله چې یو ملګری له مونږ څخه لیرې چېرته لاړ شي، نو له هغه سره خبرې کول د هغه احوال اخیستل مشکل کیږي. فېسبوک مونږ ته دا سهولت راکوي چې په ډېره اسانۍ د هغه د حال پوښتنه وکړو له هغه څخه هر وخت خبر واوسو.    نور ولولئ: دا ایپس د فیسبوک / ټویټر څخه غوره دي (afghannow.net)
  • فیسبوک زمونږ د احساساتو او هغه څه چې زموږ په ژوند کې پیښیږي، د شریکولو اسانه لار ده. په وسیله یې خپلې لاسته راوړنې او خپګان له خلکو سره شریکولی شو ترڅو له خلکو څخه تشویق یا مینه او همکاري ترلاسه کړو.
  • د فېسبوک Newsfeed د وروستنیو پېښو په هکله د مالوماتو په ترلاسه کولو کې مهم رول لوبوي، فېسبوک پاڼې او کارونکي په پرله پسې ډول خپل مالومات، انځورونه او ویډیوګانې فېسبوک ته پورته کوي.
  • زده‌کونکي کولی شي د فېسبوک ګروپ څخه په ګټه اخیستنې سره خپلې زده‌کړې پرمخ بوځي. په ګروپ کې کولی شي د پروژو، کورني کار، ورسپارل شویو دندو او ازموینو په اړه له یو بل سره مالومات شریک او د خپلو ښوونکو سره سلا مشوره وکړي.

د فیسبوک زیانونه:

  • فېسبوک یوه ګټوره اله (Tool) دی، خو دا هغه وخت زمونږ په زیان تمامیږي کله چې مونږ خپل ارزښتناک وخت ضایع کول غوره کړو. فېسبوک د ځینو خلکو لپاره اعتیاد دی، چې د سیګریټو په څیر پرې روږدي شوي وي.
  • فیسبوک کې جعلي حسابونه (IDs) جوړول ډېر اسانه دي، خلک دغه ډول حسابونه زیاتره د هغو خلکو د ځورولو او رټلو لپاره کاروي چې دوی یې نه خوښوي، په پایله کې یې رټل شوي خلک خوابدي کیږي تر دې پورې چې ځیني یې ځان وژنه هم کوي.
  • فیسبوک کې په زیاته پیمانه ګروپونه او پاڼې دي چې د نورو دینونو ته ښکنځلې کوي او مقدساتو ته یې په سپکه ګوري، د نورو خلکو کلتور او عنعناتو ته سپک نظر کوي، چې دا ډول کار په دې نړیواله شبکه کې د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.
  • د زده‌کونکو لخوا په فېسبوک کې ډېر وخت لګول د هغوی په پایله باندې ناوړه اغيزه کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button