ټکنالوجي

فېسبوک خپلو کارکونکو ته څه اسانتیا رامنځته کړه ؟

فېسبوک خپلو کارکونکو ته څه اسانتیا رامنځته کړه ؟ سوشل میډیا کې ترټولو لوی ویب سایټ فیسبوک د خپلو کاروونکو لپاره یو نوی او په زړه پوری فیچر یا ځانګړتیا رامنځته کړه.چې دې سره به ېې کارکونکو ته ډېره اسانتیا رامنځته شي.

د راپورونو پر بنسټ ویل کېږي چې فیسبوک ادارې یو نوی فیچر یا ځانګړتیا رامنځته کړې او له دې فیچر یا ځانګړتیا څخه به وروسته د فیسبوک کاروونکي وکولی شي چې تبصرې یا څرګندونې کمنټونه کنترول کړي.په دې اړه ویل کېږي چې ددغه په زړه پوري فیچر یا ځانګړتیا په ذریعه به د فیسبوک کاروونکې پخپل پوسټ د خپلې خوښې خلکو ته د تبصرې کولو اجازه ورکړي.

او هغه کسان چې نه غواړي تبصره یې پر پوسټ وکړي، بندېز پرې لګولی شي.همداراز د فیسبوک کاروونکي به دا آسانتیا هم ولري، چې له خپلو ملګرو پرته بل چاته د تبصرې کولو اجازه ور نه کړي.یاده دې وي چې فیسبوک دغه فیچر ددې لپاره وړاندې کړی، ترڅو د هغه مواد مخنیوی وکړي چې نفرت یا کرکه خپروي او کاروونکې به د کمنټنګ اډیینس په انتخابولو سره دغه کار وکولی شي.

یاد فیچر یا ځانګړتیا په مرسته به د کاروونکې ټول پوستونه یوازې هغه کسانو ته ښکاري چې اجازه ور کړل شوي وي.باید یادونه یې وشي چې د فیسبوک ادارې روانه میاشت د سیاسي او مدني ډلو کاروونکو ته د لاسرسي د محدودلو اعلان هم کړی دی.

screenshot 20210401 102259

فیسبوک چې اسیا کې تر ټولو زیات کارول کیږي اکثره خلک ېې د مثبت کارونو لپاره هم کاروی د مثال په ډول فیسبوک کې دوی انلاین کاروبارونه کوي همداراز د انلاین کارونو لپاره هم استفاده کوي.چې دا ټول کارونه خلکو ته زیاته منافع هم ورکوي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button