لوبې خبرونه

قریشي له خپلې دندې استعفاء وکړه

قریشي له خپلې دندې استعفاء وکړه.دافغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس یا (CEO) رحمت الله قريشي په دغه اداره کې د ګډوډۍ له وجحې استعفا ورکړې، هغه څو مياشتې مښکې د کرکټ بورډ اجراييوي رييس یا (CEO) په توګه ټاکل شوی وو.

ښاغلی رحمت الله قريشي د ٢٠٢٠ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د اجراييوي رييس په توګه خپله دنده شروع کړې وه، چې نوموړى د عمومي رييس فرهان يوسفزي له لوري سلیکټ شوی وو.په دې هکله د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې پخوانى مسوول او ورزشي خبريال ابراهيم مومند خبر ورکړى دى. چې ښاغلي رحمت الله قریشي له خپلې دندې استعفاء ورکړې ده.

ابراهیم مومند په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي د کرکټ بورډ اجراييوي مشر رحمت الله قريشي چې نيمه لسيزه يې کرکټ بورډ ته د ورتګ هلې ځلې کړې وې، اوس د څو مياشتو دندې وروسته اداره کې د ګډوډيو له کبله استعفا ورکړه.د اجراييوي رييس رحمت الله قريشي په اړه ځينو سرچينو دا هم ويلي و، چې د ځان لپاره يې په لوړو معاشونو باندې درې سلاکاران ټاکلي دي

خو دا سلاکاران يې په غېر قانوني ډول ټاکلي دي.د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي ډول تراوسه پورې د اجراييوي رييس رحمت الله قريشي د استعفا په اړه څه نه دي ويلي. موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د کرکټ بورډ نظر هم ترلاسه کړو، خو بريالي نه شو.

fb img 1614754350830

باید یاده کړو چې ښاغلی قریشي د کرکټ ماهر وو.او اکثره وخت کې به چې ورسره فري وو وخت نو کرکټ به ېې کاوه.نوموړی با تجربه اوتحصیل یافته هم وو.او په ډېرو نړیوالو او ملکي ادارو کې ېې دنده ترسره کړې وه.نوموړی د دې نه وړاندې د کلي او پراختبا وزارت د مقام سلاکار په توګه کار کړی.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button