نړیوال خبرونه

قریشي په خپله تازه مرکه کې د افغانستان په اړه څه ویلي؟

قریشي په خپله تازه مرکه کې د افغانستان په اړه څه ویلي؟ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په خپله نوې مرکه کې یوځل بیا د افغانستان د جګړې او نور تحولاتو په هکله څرګندونې کړې او محب يې یو ځل بیا غوصه کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي مرکه چې طلوع نیوز سره شوې یوازي یې یوه برخه خپره شوې او په دې کې مهمو ټکو ته اشاره شوې، هغه په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی تر ډیره بریده مبالغه بللې او زیاته کړې يې ده چې په افغانستان کې دننه د داعش غوندي یو شمېر وارنکارې ډلې او نور عناصر چې ګټې يې  په جګړه کې دي په وروستي تا وتریخوالي کې لاس لري.

ښاغلی قریشي ځان نه دی پوهولی او د تاوتریخوالي د زیاتیدو خبره یې بیخي منلې نه ده او ویلي يې دي چې په دې برخه هم مبالغه کیږي.خو تازه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د قریشي دې خبرو ته په غبرګون کې ویلي طالبانو د افغا ولس پر ضد د تشدد ډک عملیات پیل کړي، هغه ویلي موږ پوهیږو چې هغوی څنګه او ولې د دې کار وړتیا پیدا کړې، قریشي ته خطاب: قریشي یا خبر نه دی او یاهم نادان دی ښايي هغه دا هم ونه مني چې بن لادن د پاکستان یوې نظامي قوماندانۍ سره نژدې وموندل شو.

fb img 1624069534663

د حمدالله محب له دې خبرې موږ پوهیږو چې څنګه او ولې طالبانو د دې کار وړتیا پیدا کړې یعنی د دوی ملاتړی پاکستان دی او محب تل پر پاکستان سخت انتقادونه کړي چې د افغانستان په څلویښت کلنه جګړه کې د دې هېواد لاس دی چې تر دې وړاندې هم د حمدالله محب ټولې څرګندونې پر پاکستان بدې لګېدلې او ان له ده سره یې د رسمي چارو د بندیدو ګواښ هم وکړ

هغو وویل چې محب باید نور د داسې خبرو کولو څخه ډډه وکړي.ښايي د دې مرکې په ترڅ کې قریشي نورې هم ګواښوونکې خبرې کړې وي خو محب یې نن هغه ته په نادان ویلو یوازي د مرکې د یوې برخې ځواب ورکړ او د راتلوونکې مرکې بل ځواب هم ښايي پر لارې وي ځکه دوی دواړه اوس سره مخاطب شوي او یو بل ته سخت ځوابونه ورکوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button