نړیوال خبرونه

قطر کې د افغان سولې په اړه پنځه اړخیزه ناسته ترسره شوه

قطر کې د افغان سولې په اړه پنځه اړخیزه ناسته ترسره شوه.د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو او ملګرو ملتونو د امنیت شورا د درې غړو امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو ترمنځ پنځه اړخیزه ناسته ترسره شوې ده.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ښاغلی ډاکټر محمدنعیم په خپلې ټویټر پاڼې نشر کړي چې دغه پنځه اړخیزه ناسته پرون د جمعې په ورځ مازدیګر ترسره شوې او په ترڅ کې یې د افغانستان په روان وضعیت او د پاتې طالب بندیانو دخلاصون په اړه د خبرو ترڅنګ ټولو خواوو پرېکړه چې د طالب مشرانو پرخلاف د تورو او جایزه لیستونو ختمولو لپاره باید عملي کارونه وشي. هغه داسې لیکلي ټولو اړونده خواوو اجماع وکړه چې د تور او جایزه ليستونو په ختمولو او پای ته رسولو لپاره اقدامات وشي.

20210501 105826

درې ېوادونه او پاکستان په داسې وخت د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو استازو سره پنځه اړخیزه ناسته ترسره کوي، چې د دوحې تړون پر بنسټ پرون د اپریل دیرشمه په افغانستان کې د امریکايي عسکرو پرضد د طالبانو د بریدونو نه کولو وروستی مهلت ؤ.امریکايي او ناټو چارواکي اندېښمن دي چې د مئ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته ښايي طالبان په افغانستان کې په میشتو بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه له سره پیل کړي.

کوم کار چې د امریکايي چارواکو په خبره د سولې روان بهیر ته زیان رسولای شي.طالبان بیا استدلال کوي چې د دوحې تړون مطابق باید ټول بهرني ځواکونه د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستانه ووځي، چې د نه وتلو په صورت کې بیا د هر قسم بدو پایلو مسئولیت هم امریکايي چارواکو په غاړه وي.

سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د مئ میاشتې له لومړۍ نیټې یوه ورځ مخکې د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا درې غړو هېوادو لخوا طالبانو ته د جرګې ورلیږل او د هغوی اندېښنو ته ځواب ورکول ښايي ددې لپاره وي چې طالبان د مئ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته افغانستان څخه وتونکو بهرنیو عسکرو باندې بریدونه ونه کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button