نړیوال خبرونه

قطر:د سولې خپلمنځي مزاکراتو کې تازه پرمختګونه

دطالبانو او افغان دولت د مذاکراتي ټيمونو تر مابین د سولي په خبرو کې پرمختګ شوی دی ، په قطر پلازمينه دوحه د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ عمومي غونډه جوړه شوه.او د سولې په اړه ېې پر مختلفو موضوع اتو باندې بحث وکړ.

د تيري ورځي په پیل کې هم ، د افغانستان حکومت او د طالبانو د تماس ډلو لیدنې سره وکړې.پوره يوه مياشت کيږي چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د قطر په دوحه کې په دې نه دي سره جوړ شوي چې د خبرو لومړی پړاو پيل کړي.د دواړو ټیمونو ویاندانو وویل چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو اترو په لړ کې د دواړو خواو تر منځ یوه عمومي غونډه جوړه شوې وه چې پکې د دواړو پلاوو مشرانو معصوم ستانکزي او مولوي عبدالحکیم هم ګډون کړی وو.

د دواړو خواو د ټیمونو مشرانو له خوا د تماس ډلو ته ویل شوي چې ژر تر ژره هغه لانجمن مسايل حل کړي ،تر څو د سولي د خبرو ورستي پړواونه ترسره شي. د افغانستان دولت او طالبانو د مذاکراتو ډلو ترمینځ یوه میاشت دمخه د افغانستان ۱۹ کلنې جګړه د پای ته رسیدو په موخه د سولې خبرې پیل شوې ، خو دا خبرې اترې بيخي ورو او خنډول شوی دی.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې د سپټمبر په ۱۲ مه د قطري په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبري پیل شوې او دا دی پوره يوه میاشت ووته خو لا هم دواړه لوريد خبرو په طرزالعمل نه دي سره جوړ شوي.او لا هم په دغه تړاو هیڅ ندي ویل شوی خو دواړه لورې هڅه چې په خبرو کې تیزوالی راشي.

طالبان: ډېرژربه یوتوافق ته ورسېږو

که څه هم له يوې خوا د سولي خبرو ورو له خنډ او ځنډ سره مخ دي خو له بله پلوه بيا په افغانستان کې جګړې سخت زور نيولی دی.هره ورځ د افغانستان په څه باندي ۲۹ ولايتو کې جګړه روانه ده.او هره ورځ په زرګونو کسان وژل کيږي. په هېواد ورځ تر بله حالات نور هم خرابیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button