ژوندنړیوال خبرونه

له افغانستان سره د روژې په میاشت کې د عربي اماراتو مرستې

په پام کې ده چې په را روانه روژه کې متحده عربي امارت له افغانستان سره مرستې وکړي

متحده عربي اماراتو د نورو بشري، روغتیايي او نورو برخو کې د مرستو تر څنګ د هرې مبارکې روژې په رارسېدو سره له افغانستان او افغانانو سره مرسته کړي ده.

دغه مرستې میندو ته د احترام په ډول د یوه کمپاین په شکل کېږي، چې مسئول یې د متحده عربي اماراتو لومړی وزیر شیخ محمد بن راشد المکتوم دی.

د روژې په میاشتې کې مرستې

د تېر کال په روژه میاشت کې هم د یاد هېواد لومړي وزیر امر وکړ چې افغانستان ته خوارکي توکي ولېږي او په دې ځانګړي میاشت کې له بې وزله افغانانو سره مرستې وکړي.

ددې مرستو په لړ کې یې تېر کال ۳۸.۵ ټنه چې خوراکي توکي، درمل او لباسونه په کې شامل وو، افغانستان ته یې انتقال او د مرستندویه ادارو له لارې یې پر اړمنو او بې وزله خلکو وویشل.

aue1
له افغانستان سره د روژې په میاشت کې د عربي اماراتو مرستې

نور ولولئ:  ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

نور ولولئ:  د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ

نور ولولئ: متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

په افغانستان کې د طالبانو په راتګ او واک ته په رسېدو افغانان له بې مخینې بې‌روګارۍ او بې کارۍ سره مخامخ شوي او بشردوستانه مرستو او لاسنیوي ته بېړنۍ اړتیا لري.

ډېری کورنۍ دي چې د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې هم نه شي پوره کولی. علت یې دادی چې په افغانستان کې بې کاري او بې روزګاري ډېره ده، نو خلک د عایداتو لاسته راوړلو کافي سرچینې نه لري.

په را روانه روژه کې د متحده عربي اماراتو مرستې

را روانه روژه چې یوازې د ګوتو په شمار ورځې لري چې متحده عربي امارات له نورو هېوادونو سره د مرستې تر څنګ له افغانستان سره هم د خوړو، درملو او کالیو مرسته کوي.

ددغه عربي هېواد لومړي وزیر ویلي چې بې وزله هېوادونو چې افغانستان هم په کې دی د «یو میلیون ډالرو» په ارزښت به ورته بشري مرستې او نور اړین توکي ولېږل شي.

دا مرستې د «میندو ته د احترام» کمپاین په نوم کېږي، ځکه دا بودجه چې عربي امارات یې ورکوي، د عربي اماراتو د میندو په استازیتوب دي.

د متحده عربي اماراتو لومړی وزیر شیخ محمد بن راشد المکتوم ویلي چې دغه کمپاین میندو ته د احترام لپاره دی او له دې معلومېږي چې مور د خپل اولاد لپاره لومړنۍ ښوونکي ده.

باید یاده کړو چې متحده عربي اماراتو له دې وړاندې هم له افغانستان سره د طبیعي پېښو پر مهال هم بشري مرستې کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button