سیمه ییز خبرونه

له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناسم چلند په اړه د بهرنیو چارو وزارت نیوکې

بهرنیو چارو وزارت له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر ناسم چلند نیوکه کړې ده. د یاد وزارت د ویاند مرستیال له اسلام‌اباده غوښتي چې د دا ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي او د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل زیاتوي: «د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي، له پاکستاني حکومت څخه په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کوي. په هغو ویډیوګانو کې چې په وروستیو کې خپرې شوې، ښکاري چې یو شمېر افغان کډوال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ځايي پولیسو له لوري نیول شوي دي. یو شمېر افغان کډوال له افغانانو سره د پاکستان د پولیسو له چلنده شکایت لري.

پاکستان کې افغان کډوال

په پاکستان کې افغان کډوال وايي: «له موږ نه یې موبایل او پیسې اخیستي دي. له ټولو نه یې موبایلونه او پیسې اخیستي دي. مدني فعال نظر محمد زیاتوي: «په کراچې کې کوم قیدیان پراته دي، دیارلس سوه قیدیان دي، په‌دوی کې زنانه، سپین‌ږیري او ماشومان دي، له دوی سره ډېر بد سلوک او چلند کېږي، په زندان کې ځورول او ټکول کېږي، پیسې ترې اخیستل کېږي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، دمګړۍ په پاکستان کې شاوخوا یو اعشاریه ۳ میلیونه افغانان شپې او ورځې تېروي. د پښتون ژغورنې غورځنګ کړی ابوبکر سلیمان خېل وايي: «پاکستان ته دې هېڅ نه پرېږدي، کله چې دوی پاکستان ته رانه‌شي، که په خپل هېواد کې هر ډول وي، وي به، خو کله چې دې خوا ته راشي، دلته دوی ته ډېر غټ تکلیف، غټه پرېشاني او ستړیاوو سره به مخ شي.

نور یی ولوله | د ا.ا له جګپوړو چارواکو سره د قرغیزستان د ولسمشر ځانکړي استازي لیده کاته

نور یی ولوله | د کانکور ازموینه کې د کاج ښوونیز مرکز د ټپي زده کوونکو بریالي کېدل

له دې سره سم، د چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې، پاکستان د افغانستان له سرپرست حکومته د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره له افغان کډوالو د فشار د وسیلې په توګه استفاده کوي. د پوهنتون استاد محمد رحیمي وايي: «کله چې د پاکستان حکومت له اسلامي امارت سره په افغانستان کې د یو لړ مسایلو په اړه خبرو ته و نه رسېږي، د پاکستان حکومت په‌دې هېواد کې مېشت افغان کډوال د فشار الې په توګه کاروي. تر دې مخکې په پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي وو چې، د پاکستان پولیسو نږدې ۴۰ ورځې مخکې څه باندې ۱۲۰۰ افغان کډوال نیولي او بندیان کړي یې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button