نړیوال خبرونه

له محمد محقق سره د ولسمشر غني کلکه غمرازي جوبایډن ته ښه ځواب دئ

د متحده ایالاتو پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن په تازه څرګندونو کې ویلي ول چې افغانستان یو واحد ملت نه شي کیدای.

د هغه دې څرګندونو د افغانانو سخت غبرګونونه راوپارول.

جوبایډن د امریکا متحده ایالاتو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند دی.

هغه چې د خپل ګوند په ټاکنیزه مبارزه کې غږیده، ویلي افغانستان کې د ملت جوړونې نظریې سره نه یم موافق، هلته باید یوازې د تروریزم ضد مبارزه وکړو.

د افغانانو غبرګون

د جوبایډن دې خبرو ته افغانانو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې افغانستان له پخوا یو ملت دی او هیڅ اړتیا نه لري چې څوک دې ورته د ملت جوړوونې په نوم پيغامونه ورکړي.

ایران کې افغان سفیر او څیړنوال عبدالغفور لیوال لیکلي:

«موږ ملت و، یو او یو به !

لا به پسې یو کیږو او پیاوړي کیږو هم. خپل دغه باور ته کتابي او اکاډمیک دلایل نه لرم، په ټولنیزو چارو کې هسې هم ساینسي حکم ته ځای نه شته. دا زما باور دی او حق لرم باور ولرم.»

د افغان ولسمشر لوړپوړي سلاکار وحید عمر د جوبایډن د خبرو په غبرګون کې د هغوی له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي:

«ضرورت مو نه درلود چې راته ملت جوړ کړئ، له پيړیو راهیسې ملت یوو، موږ له پخوا یو موټی هیواد یوو.»

ګڼو نورو افغانانو هم د نوموړي خبرو ته غبرګون ښودلی و او په بیلابیلو ډولونو سره یې د بایډن خبرې بې ځایه بللې.

د غني او محقق غمرازي

د اغانستان اجرایه ریاست مرستیال محمد محقق یو زوی د خپل بل زوی له لورې په ډزو ووژل شو. ښاغلي محقق ددې وژنې لامل د هغه د زوی رواني ستونزه یاده کړه چې خپل ورور یې وویشت.

ګڼو سیاستوالو له پرون راهیسې د محقق کور ته د هغه د غمرازۍ لپاره ورغلل چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجرایه رییس عبدالله عبدالله او یو شمیر نور سیاستوال او مشران هم په کې شامل ول.

خو وروسته له هغه چې ولسمشر اشرف غني نن له متحده عربي اماراتو هیواد ته راستون او د ښاغلي محقق کور ته ورغی، په فیسبوک کې د هغوی شریک انځور د خلکو د هرکلي لامل شو.

افغان ټولینزو رسنیو فعالانو دا انځور جوبایډن ته ښه ځواب وباله چې موږ یو ملت یوو، هیڅ سیاسي، مذهبي، او نور توپيرونه موږ سره نه شي بیلولی.

ولسمشر غني چې د افغانستان ولسمشر او تیرو ټاکنو مخکښ نوماند دی او محقق چې د اجرایه رییس ډاکټر عبدالله د ټیم غړی دی، ټاکنیز سیالان دي او اکثره وخت په سیاسي منډو ترړو کې پر یو بل نیوکې هم کوي، خو په نني انځور کې له ښاغلي محقق سره د ولسمشر غني غمرازي ژوره ښکاري !

د بایډن د خبرو پیغام

د جو بایډن خبرې افغانانو ته پیغام لري چې هیڅوک هم د بل له غمه نه دی مړ، هر څوک خپلو ګټو پسې ګرځي، نو ځکه په خپله خواري، هلې ځلې، بیارغوونه او یووالی په کار دی.

که په نننۍ نړۍ کې که هر هیواد په هر نیت او ډول سره درسره نیږدې اړیکې، راشه درشه او مرسته ولري، یوازینی بنسټ به یې خپلې ګټې یا نشنل انټرسټ وي، که دا ګټې یې درسره خوندي نه وي، نو هیڅ انسانپالانه، نړیوالتوب، بشر حقونه، دیموکراسي، د ملتونو حقوقو ته درناوی او بل هیڅ هم ورته مهمه نه دي او هره دقیقه یې د خپلو ګټو لپاره شاته اچولی شي.

نو پر همدې اساس د خپل منځي جګړې، یو بل نه منلو او نورو مسایلو پرځای یو لاس کیدل هر چا او خپلو ګټو غوښتونکو ته ښه ځواب او ځان خلاصول دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button