نړیوال خبرونه

لوړو زده کړو وزارت: د کانکور د ترسراوي نېټه به ډېر ژر اعلان شي

د لوړو زده کړو وزارت ډېر ژر په هېواد کې د کانکور ازموینې له ترسراوي خبر ورکوي. د ازموینو کمېټې له خوا د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې د ځنډ له اعلان څخه نږدې یوه اوونۍ وروسته د لوړو زده کړو وزارت وایي چې د روان کال د کانکور ازموینه به ډېره ژر پیل شي. د ازموینو کمېټې په وینا، له مرکز پرته به په ټولو ولایتونو کې د کانکور ازموینه په یوه ورځ واخیستل شي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي وویل:«د ازموینو کمېټې په سیسټم کې د کانکور د فورم اخیستو لپاره نوملیکه روانه ده، که چېرې په ولایتونو کې څوک د فورم له اخیستو پاتې وي کولای شي د امتحاتانو ملي ادارې ته مراجعه وکړي، فورم ترلاسه کړي. د لوړو زده کړو وزارت د امتحاناتو له کمېټې سره په همږغۍ ډېر ژر به د کانکور د ازموینې نېټه اعلان کړي.»

تر دې وړاندې یو شمېر زده کوونکو د روان کال د کانکور ازموینې د ځنډېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه. زده کوونکې رعنا جلال وايي:«موږ په ډېرې هیلې درس لوست چې اسلامي امارت اعلان وکړ چې کانکور وځنډېد او دا د دې لامل شو چې زموږ روحیه کمزورې شي.»

نور یی ولوله | انس حقاني: کرکټ کولای شي د هند او افغانستان اړیکې پیاوړې کړي

بله زده کوونکې یاسمین هم څرګندوي:«د دې سربېره چې په تېرو کلونو کې دغه وخت د ټولو هغو زده کوونکو چې امتحان به یې ورکاوه پایلې به یې اعلان کېدې؛ خو د سږکال تراوسه معلومه نه ده چې نېټه یې ځنډول شوې ده.»

د پوهنتون یو شمېر استادان بیا د دغې موضوع په اړه داسې لیدلوری لري. د پوهنتون استاد شاپور بارز وویل:«د کانکور نه ترسراوی یا د نېتې ځنډول یې یو ډول کولای شي د زده کوونکو د اندېښنې لامل شي او دا کرار کرار کولای شي په یوې سترې ستونزې بدل شي.»

تیر کال د کانکور ازموینې د ترسره کېدو بهیر په غوايي یا ثور میاشت کې پیل شوی و خو د روان کال د جوزا په څلورمه نېټه د ازموینو کمېټې اعلان وکړ چې د ۱۴۰۱ کال  د کانکو ازموینه ځنډېدلې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button