نړیوال خبرونه

لویه پکتیا کې د یوه کانال سربندجوړولوباندې کار پيل شول

لویې پکتیا د اوبولګو نې کرنې، او مالدارۍ ریاست مامورین وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د زعفران خېلو کلی د سربند او کانال د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه. د افغانستان د اوبو لګونې، کرنې او مالداوزارت وايي، دا مراسم د پکتیا ولایت مرستیالې انجنیر مطهره احمدزۍ، د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند، سیمه ییزو چارواکو او ددې ولایت د یوشمېر اوسیدونکو په شتون کې ترسره شول.

د یاد سربند او کانال د بنسټ اېښودو په غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیالې انجنیر مطهره احمدزۍ د یادې پروژې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغان دولت د اوبو د مهارولو په برخه کې خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي، چې په ترڅ کې به یې په دې ولایت کې د اوبو د مهارولو په برخه کې نورې ګټورې پروژې هم پلي شي.

په همدې حال کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل، چې د زعفران خېلو کلی د سربند سره یوځای د ۱۳۷ مترو په اوږدوالی د اوبولګولو یو کانال هم جوړیږي.

ښاغلی مومند وویل، چې یاد جوړېدونکی سربند ۶.۵متر اوږدوالی او ۶.۲۵ متر سور لري او دغه راز جوړېدونکی کانال هم ۱۳۷ متر اوږدوالی لري.

د اوبو لګوونې، کرنې او مالدارۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې یاتوي؛ د یاد سربند او کانال د جوړولو ټولیز لګښت ۳.۴ میلیونه افغانۍ ده، چې په جوړېدو سره به یې ۳۲۷ جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي او سلګونه کورنۍ به ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کړي. دغه پروژه، چې د سویس د پراختیایي ادارې له خوا تمویلیږي د روغولو چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړ شي.

لویه پکتیا کې د یوه کانال سربندجوړولوباندې کار پيل شول

د اوبولګولو د یاد سربند او کانال په جوړولو کې ماهر او غیر ماهرو کسانوته د کار زمینه هم برابریږي او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او همداراز ددې سیمې د ځمکو کرنیز حاصلات به هم ۲۰ سلنه شي، چې د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button