نړیوال خبرونه

لیډا ټوماس: افغان نجونې کم عمر کې جبري ودېږي او له جنسیتي تبعیض سره مخامخ دي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دغه استازې وايي، افغان نجونې کم عمر کې جبري ودېږي او له جنسیتي تبعیض سره مخامخ دي

بل لورته د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، دوی افغان ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپل حقونه رسولي دي، خو افغان نجونې بیا وايي، له دوی طالبانو د زده کړو له حقونو نیولي، نور انساني حقونه هم اخیستي دي.

خو پرون په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، لیندا توماس ګرینفیلډ د یاد سازمان د امنیت شورا په غونډه کې چې د اپریل په ۳مه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه ویلي، په افغانستان کې نجونې په کم عمر له جبري ودونو او د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخ دي.

په کم عمر کې جبري واده او جنسیتي تبعیض

نوموړې د امنیت شورا په دې غونډه کې چې د «ماشومان او وسله واله جګړه» په نوم جوړه شوې وه وویل:

” په افغانستان کې نجونې، له کم عمره او جبري ودونو، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او د زده کړې برخې په ګډون له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي، په داسې حال کې چې ځوان هلکان د کوچنیو سرتېرو په توګه ګمارل شوي دي.”

girls (3)
 افغان نجونې کم عمر کې جبري ودېږي او له جنسیتي تبعیض سره مخامخ دي

نور ولولئ: م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

نور ولولئ: افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

نور ولولئ: توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

هم مهاله، د بښنې نړیوال سازمان (امنیسټي انټرنشنل) هم نن د اپریل په ۴مه نېټه، په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې ښوونځي بیرته پرانیستل شوي خو افغان نجونې په خپلو کورونو کې بندیانې دي او خوبونه یې د طالبانو د ظالمانه سیاستونو په بند کې دي.

یاد شوي سازمان زیاته کړې:

“موږ باید په یوه نسل باندې سیستماتیک برید ته د پای ټکی کېږدو. ”

د طالبانو له لوري ځپونکي محدودیتونه

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پر افغان نجونو او مېرمنو ګڼ شمیر محدودیتونه لګولي دي او هغوی یې ښوونځيو، پوهنتونونو ، کار او عامه ځایونو ته له تلو منع کړې دي.

یو شمېر افغان کورنۍ وايي چې پر نجونو د طالبانو له بندیزونو وروسته دې ته اړې شوي چې خپلې لوڼې په کم عمر واده کړي.

شمسیه چې د خپلې کورنۍ سرپرسته او د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په کور ناسته ده وايي، خپله ۱۴ کلنه لور یې واده کړه:

” پخوا مې دنده درلوده او معاش مې درلوده، د کور لګښتونه مې پوره کولای شول. اوس هغه هم نشته، زه هم حیرانه وم چې خپل بچي په څه ماړه کړم. کنه اصلا زړه مې نه کېده چې لور مې په دومره کم عمر واده کړم.”

د یادونې وړ ده، هغه نجونې چې زده کړې یې کړي یا د پوهنتونونو محصلانې دي، یو ډول رواني ناروغۍ ورته پیدا شوي او له دغه ناروغۍ کړېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button