نړیوال خبرونه

مالیې وزارت:د کارمندانودممنوع الخروج په اړه مونږ ته رسمي خبر ندۍ راکړل شوۍ

د افغانستان مالیې وزارت وایي، مونږ لا هم رسمي لېست ندۍ تر لاسه کړۍ چې پکې د دوی کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان شوي وي، دوه ورځې وړاندې د افغانستان دولت د مالیې وزارت یوشمېر کارمندان ممنوع الخروج اعلان کړيي وو،

یاد وزارت د هغه افشا شوي لیست په تړاو ناخبري ښيي چې پکې ددې وزارت یو شمېر کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان شوي دي. دا وزارت وايي، تر اوسه دوی ته دغه لیست نه دی رسېدلی.یاد لیست چې ميډيا ته په لاس ورغلی، په ارګ پورې تړلی بلل کیږي او د ماليې وزارت د اوسنیو درې مرستیالانو او د ګمرکونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د دې وزارت نژې ۷۰ نور چارواکي ممنوع الخروج بلل شوي دي.

تردې دمه معلومه نه ده چې یاد لیست د څه لپاره جوړ شوی، فساد او که له هېواده بهر د ولسمشر له اجازې پرته سفر. ولسمشرۍ ماڼۍ په دې تړاو غبرګون نه ښيي. د لیکل شوي مکتوب له متن ښکاري چې د ملي امنیت ادارې لخوا په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندانۍ ته استول شوی. په دې مکتوب کې ویل شوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د شفاهي لارښوونې له مخې د مالیې وزارت ۶۸ چارواکي ممنوع الخروج شوي دي او د مکتوب له مخې تر بل امر پورې له هېواد بهر ته د تللو اجازه نه لري.

په یاد لېست کې د مالیې وزیر د دفتر رییس، اداري مرستیال، د عوایدو او ګمرکونو څو رئیسانو په ګډون لسګونه نور لوړ رتبه کسان له اجازې پرته له هېواده بهر سفر نه منع شوي دي.

خو د افغانستان د مالیې وزارت وايي، دوی ته په رسمي ډول په دې تړاو مکتوب نه دی ور رسېدلی. د دې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي بي بي سي ته وویل، په لیست کې یاد شوي کسان د پخوا په شان دندو ته دام ورکوي.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې د مالیې وزارت د ۶۸ مامورینو د ممنوع الخروجۍ لیست د فساد په تړاو جوړ شوی او که له هېواده بهر تللو په اړه د ولسمشر بې اجازې تګ سره تړاو لري. خو پخوا د مالیې وزرات په ځینو برخو کې د فساد تورونه لګول شوي، خو دا معلومه نه ده چې دا لیست د همدې ډول مالي درغلیو په تړاو دی او که نه. دا هم جوته نه ده چې په لیست کې یاد شوي کسان څومره یې اوسمهال له هېواده بهر دي.

د بازې تماسونو سره سره ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه غبرګون او توضیحات ورنه کړل چې دا لیست ولې او د څه په اړه جوړ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې یاد لست چې کله په سوشل ميډیا کې خپورشو نو د بازې اشخاصو په اړه سخت غبرګونونه وښودل شول ځکه دې کې بازې داسې اشخاص زکر شوي دي چې هغويي ډېر صادقه دي او هيڅ کوم فساد دهِويي په شخصیت کې نه ليدل کيږي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button