لوبې

مجیب الرحمن ډېره په زړه پورې توپ اچونه وکړه او لوبډله یې بریالۍ کړه

نن د بنګله دېش پریمیر لیګ کې مجیب الرحمن زبردسته توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونو کې د ۹ منډو په بدل کې درې ویکټې ترلاسه کړې او خپله لوبډله باریسال یې بریالۍ کړه.

د بنګله دېش پریمیر لیګ ۱۶مه لوبه د چتګرام چیلنجرز او فورټون باریسال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې باریسال د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه. فورټون باریسال په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې شکیب الحسن ۵۰ او نجم الحسین ۲۸ زیاتې منډې وکړې.

د چتګرام چیلنجرز له خوا مرتنجوي چوهدري ښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي وسوځول. همدا راز شرف الاسلام دوه، ویل جاکس، عفیف الحسین او بیني هاول یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ۱۵۰ منډو هدف په تعقیب د چتګرام چیلنجرز لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې او باریسال ته یې د ۱۴ منډو په توپیر لوبه وبایلله.

د دوی له خوا عفیف الحسین ۳۹ او شمیم حسن ۲۹ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د باریسال له خوا مجیب الرحمن او شکیب الحسن درې-درې، ډوین براوو او مهدي حسن یو-یوه ویکټ واخیسته.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button