نړیوال خبرونه

محقق: د حکومت عالي شورا د جوړښت په اړه لا هم ستونزې موجودې دي

محقق: د حکومت عالي شورا د جوړښت په اړه لا هم ستونزې موجودې دي. په سیاسي او امنیتي چارو کې د اشرف غني سلاکار محمد محقق وایي، د دولت عالي شورا د جوړښت په هکله د حکومت او سیاسیونو تر منځ اختلافات لا هم نه دي حل شوي.

ښاغلی محقق ویلی چې د دولت عالي شورا د جوړښت په اړه اختلافونه لا هم نه دي حل شوي او د سیاسیونو او حکومت تر منځ په دریو نقاطو کې اختلاف موجود دی لومړی د شورا د غړو د شمېر په اړه، دوهم ددې شورا د اجرائیوي صلاحیت په هکله دی او دریم دې شورا ته د واک ورکولو د منبع په تړاو دی، چې ځیني ددې واکونو د ورکولو لپاره د لویې جرګې د رابللو غوښتنه کوي.

img 20210615 073246

د حکومت عالي شورا چې د جوړښت په اړه یې له اوږدې مودې را پدېخوا سلا مشورې روانې دي، د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي»، د حزب اسلامي ګوند مشر «ګلبدین حکمتیار» او د جمعیت ګوند مشر «صلاح الدین رباني» وار له مخې پکې ګډون رد کړی.بلخوا ته یو شمېر سیاسیون وایي، که حکومت د دولت عالي شورا په جوړولو کې پاتې راشي،

او حکومت سیاسیون تر څنګ ونه دروي، نو وضعیت به په بې ساري ډول خراب شي.د حکومت د مذاکراتي ټیم غړی عبدالحفیظ منصور وایي همدا اوس له مرکز څخه د تېښتې لړۍ په چټکۍ روانه ده. له ټولو مؤثرو شخصیتونو سره اشرف غني غیر مناسبت چلند کړی، نو له همدې هغوی هم مرکز ته شا کوي او په ولایتونو کې خپل وسله وال ویني، که ددې کار مخه ونه نیول شي، موږ به د قدرت د جزیرو شاهدان یو.

د دولت عالي شوار د جوړښت په اړه اختلافونه داسې مهال دي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او حکومت په یوه خراب امنیتي وضعیت کې واقع دی.ورته وخت دوحه کې د افغان سولې خبرې هم په ډېر ورو ډول مخته ځي، او تر ډېره د پرمختګ تمه نه ترې کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button