ټکنالوجينړیوال خبرونه

مخابراتو وزارت: د فېسبوک سروس به ليرې پرتو سيمو ته وړيا وي

فېسبوک د امریکا اجتماعي شبکو  او ټیکنالوژۍ اداره ده د چې په کالیفورنیا ایالت کې مینلو پارک کې یی مرکز دۍ.  دا د مارک زوکربرګ لخوا جوړ شوی ، د نن ورځې فیسبوک د نړۍ په کچه د ټولنیزو شبکو مشهوره اداره ده او فېسبوک د نړۍ یو له ترټولو ارزښتناکه شرکتونوڅخه هم  دی. دا د مایکروسافټ ، ایمیزون ، آپیل ، او ګوګل سره یو له لوی پنځه ټیکنالوژۍ او خه  شرکتونو څخه دۍ.


د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت په یو بیان کې ویلي ، چې د فېسبوک ورسره وعده  کړې ده، چې د افغانستان ليرې پرتو ځایونو ته به مقت واى فاى انټرنټ رسوي او فېسبوک به پکې فري وي. د مخابراتو وزارت په يوه خبرپاڼه کې لیکلي  دي، چې د دغه وزارت سرپرست وزير محمد فهيم هاشمي د فېسبوک لهاستازو  سره د ويډیو کانفرانس له لارې جلسه لرله  ..

نوموړي په دغه انلاين ناست کې له فېسبوک څخه درخواست کړې ده چې د کورونا ناروغۍ په اړه غلط پوسټونه پاکولو په رابطه دې له دوى سره کومک وکړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په دغه ناسته کې همدا راز دواړو لوريو له فېسبوک څخه د سالمې ګټې اخيستنې په اړه ښوونيزو پروګرامونو په لاره اچولو او د دې ټولنيزې شبکې له لارې د ناسمو معلوماتو خپروونکو ادرسونو پر بندولو هم ټينګار وکړ.

دوى همدا راز زياتوي، چې په پای کې د فېسبوک مسوولینو، له مخابراتو وزارت سره په افغانستان کې د تخنیکي مرستو، ليرې پرتو سیمو ته د وایفای انټرنیټ رسولو او بنسټونو جوړولو په برخو کې د مرستې ژمنه وکړه.

د يادولو ده چې له دې مخکې فېسبوک او د انټرنېټ ځينو نورو شرکتونو ويلي و، چې دوى په دې هڅه کې دي چې د سټېلايټ له لارې ليرې پرتو سيمو ته وړيا واى فاى انټرنټ ورسوي.

له دې وړاندې هم ډېرخلک له دغو خبرو خپرۍدو له امله پرۍشانه وو او ډۍر وګړي د ناسمو معلوماتو له امله د فشار لاندې راغلي دي او دغې ناروغي یی نوره هم زیاتيږي د همدې له امله د مخابراتو وزیر تصمیم ونیوه چې ناسم معلومات د نورو اجتماعي په شمول د فیسبوک نه لري شي.

په افغانستان کې د کابل په شمول ټول ولایتونو کې عام وګړي  فیسبوک استعمالوي او ډېر شوقیان لري په هر کور کې تقریبا هر وګړي سره موبایل وي او انټرنيت  پکې  وي.هر نفر د فیسبوک اي ډي لري دغه وکړي له دې وړاندې د انټرنېټ کیفبت نه نه خوښ وو اوس په له دې وروسته دوي وکولایشي چې په و،ړیا ډول او په اسانه د فیسبوک نه مستفید شي.  .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button