نړیوال خبرونه

مرکزي بانک: له افغانستان سره څه باندې ۷۶۰ مېلیونه ډالره مرسته شوې

مرکزي بانک وايي چې له هېواد سره د نړۍوالې ټولنې د مرسته شویو نغدي مرستو له منځه تراوسه افغانستان ته څه باندې ۷۶۰ مېلیونه ډالره رسېدلي دي. د دغه بانک چارواکي له افغانستان سره د نړۍ مرسته شوې پیسې د افغانیو د ارزښت په ساتلو کې ګټور ګڼي.

د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته د امریکا متحده ایالتونو له لوري د افغانستان د شتمنیو په کنګل کېدو سره نړۍوالې ټولنې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره  له افغانستان سره د مېلیونونه ډالرو مرستو ژمنه کړې ده، چې د افغانستان بانک د مسوولانو په وینا، تر اوسه افغانستان ته د نغدې مرستو شپږ ویشت بستې رارسېدلې دي. د افغانستان بانک ویاند صابر مومند وايي:«په ټول کې ۷۶۱ مېلیونه او ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو مرسته شوې ده. دغه مرستې د افغانیو ارزښت ساتلی دی.»

خو د اقتصاد وزارت له افغانستان سره بشري مرستې د هېواد د اقتصاد د ودې او خلکو ته د کار د زمینې د برابرېدو لپاره ګټورې نه ګڼي. د دغه وزارت چارواکي له نړۍوالې ټولنې غواړي چې په هېواد کې اوږدمهالې پروژې بېرته پېل کړي.

  

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب څرګندوي:«بشري مرستې چې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا کېږي دا دې له وزارتونو او دولتي ادارو سره په همغږۍ کې ترسره شي چې دغه مرستې په رڼه توګه مستحقینو ته ورسېږي او په منځ کې د حساب او رپوټ ورکړې بڼه وي.»

نور یی ولوله | سیګار: له افغانستان سره د امریکا پراختیايي مرستې په بشپړه توګه ودرول شوې

له افغانستان سره د نغدي مرستو یو لامل د پراخې بې وزلۍ او د خوړو د کموالي مخنیوی دی. خو پر اړمنو د دغو مرستول وېش هغه ننګونه ده،چې نړۍ ورسره مخ ده.

اویا کلن میراجان د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی،چې د کابل په واټونو کې خپلې کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو لپاره په دغه لاسګاډې سره کار کوي. عمر خوړلی میرا جان  د بشري مرستو له نه ورسېدو شکایت کوي.

    

کارګر میراجان وویل:«مرستې راځي خو مرستې خوري. زموږ په سیمه کې یو وکیل دی وايي که چېرې له ما سره پنځوس پنځوس شریکوې ستا نوم په لېست کې لیکم که نه یې کوئ نوم نې نه لیکم.»

دا په داسې حال کې ده،چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نغدو پیسو د کموالي په تړاو خبرداری ورکړی دی او ټینګار یې کړی چې د امریکا له مالیې وزارت او د افغانستان بانک سره کار کوي، څو د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button