نړیوال خبرونه

مشرف د ولسي جرګې لخوا تصویب شوی قانون رد کړ

د چارو ادارې مشرفضلي د پېژندپاڼو د تعدیل په تړاو د ولسي جرګې له لوري تایید شوې طرحه رد کړې د کابل حکومت د چارو ادارې رییس «فضل محمود فضلي» د ولسي جرګې له لوري د برېښنايي پېژندپاڼو د تعدیل په تړاو تایید شوې هغه طرحه رد کړې، چې له مخې یې  د افغان او ملیت کلمې له پېژندپاڼو لرې کيږي.

د رسنیوراپورپه اساس د ولسي جرګې غړو نن د رایو په اکثریت سره هغه طرحه تایید کړه، چې له مخې یې باید د بریښنایي پېژندپاڼو قانون تعدیل او د افغان او ملیت برخې ترې لیري کړل شي.د ولسي جرګې غړي «خان اقا رضايي» وایي، کله چې د پېژندپاڼو په سر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لیکل کېږي؛ نو بیا اړتیا نشته چې د افغان، ملت او یا ملیت کلمې ور اضافه کړل شي؛ نو اوس چې طرحه تاييد شوه نو باید جوخت ورسره د بریښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ هم بنده شي.

بل خوا د چارو ادارې رییس «فضل محمود فضلي» بیا پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د بريښنايي پېژندپاڼو د تعدیل په تړاو خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري او د پېژندپاڼو د وېش لړۍ د تېر په څېر دوام لري.او هر څوک عام وګړي کولی شي چې پېژند پاڼړې تر لاسه کړي او خپل هویت او هر څه د دغه پېژند پاڼړې په بنسټ ثابت کړي. هغه وايي چې هر افغان باید دغه پېژند پاڼه ژر تر ژره تر لاسه کړي تر څو په نورې نړی کې هم مونږ وپېژندلی شو.

د هغه د وال دقیق الفاظن «د برېښنايي تذکرو وېش د پخوا په څېر جریان لري، هېوادوال کولای شي په اړوندو ادارو کې تذکرې واخلي. د برېښنايي تذکرو په وېش کې هیڅ ډول تغییر، تعدیل او تعلیق نشته.» هغه وايي باید دا معامله سیاسي نشي نوره او ټول ولس باید لاس یو کړي ترڅو نور خلک وهڅيږي چې برېښنايي تزکره واخلي او امنیت په تامین کې دغه تزکرې مونږ سره کومک وکړي.تر څو د دې تزکرې پر بنسټ مونږ وکولی شو چې د خلکو پېژندنه وشي.

  1. د چارو ادارې مشرفضلي د پېژندپاڼودتعدیل په تړاو د ولسي جرګې لخوا تایید شوې طرحه ردکړې

د ولسي جرګې او چارو ادارې د رییس تر منځ ټکر وروسته له هغه دي، چې تېره ورځ وکیلانو پر فضل محمود فضلي باندې انتقادونه وکړل او نوموړی یې تورن کړ، چې د ټاکنو تر بدنامۍ وروسته یې د چارو ادارې بدنامۍ ته ملا تړلې او د وزیرانو په چارو کې لاسوهنه کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button