نړیوال خبرونه

معصوم ستانکزی:طالبانو سره مزاکرات د سولې راوستلو یواځینی لار ده

معصوم ستانکزی:طالبانو سره خبرې د سولې راوستلو یواځینی لار ده د حکومت ټيم مشر معصوم ستانکزی وایي، له طالبانو سره په اوسنیو شرایطو کې مذاکرات کول ستونزمن دي؛ خو بیا هم سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره خبرې او مزاکرات دي چې په هر صورت کې باید تعقیب شي.

ښاغلي ستانکزی چې د جینوا کنفرانس ګډونوالو ته یې وینا اوروله پرته له دې چې مذاکراتي بهیر ته ور پېښې ستونزې یادې کړي، وویل چې له طالبانو سره په اوسني حالت کې خبرې کول ستونزمن کار دی خو په افغانستان کې د سولې د تامین یوازینۍ لنډه لار همدا ده.هغه وړاندې زیاته کړې، چې حکومت د طالبانو زرګونه بندیان خوشي کړي؛ خو په خبره، یې طالبانو «تاوتریخوالی» زیات کړی او د هلمند په ګډون په ګڼو سیمو کې یې بریدونو ته زور ورکړی.چې دا د سولې خبرو ته زیان رسوي.

د هغه په خبره، د سولې په پروسه کې باید د افغانستان د تېرو دوو لسیزو  «لاسته راوړنې» وساتل شي او د ښځو او لږکیو په ګډون د ټولو قشرونو حقونه خوندي کړل شي.نوموړي ددې تر څنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دوو لسیزو د لاسته راوړنو د خوندیتوب او په هیواد کې د سولې د تامین په پار له افغانستان سره مرستې روانې وساتي.تر څو د زیات زیان نه مخنیوی وشي.

د ښاغلي ستانکزي له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د نوموړي په مشرۍ د کابل مذاکراتي ټيم له دوو میاشتو ځنډ وروسته بلاخره له طالبانو سره ومنله چې د هغوی او امریکا تر منځ په دوحه کې لاسلیک شوی تړون به د بین الافغاني مذاکراتو د توافقاتو لپاره د بنسټ په حیث وي.

معصوم ستانکزی:طالبانو سره خبرې د سولې راوستلو یواځینی لار ده
معصوم ستانکزی:طالبانو سره خبرې د سولې راوستلو یواځینی لار ده

معصوم ستانکزی په همدې تړاو کابل ته د مشورې لپاره راغلی و او یو شمېر خبري سرچینې وایي، چې نوموړي مثبت جواب تر لاسه کړی او ژر به دوحې ته ستون شي.تر څو د سولې خبرې یو وار بیا پیل کړياو یو نتیجې ته هم سره ورسیږي. او افغانستان کې پایداره سولهراشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button